د جوزجان نیمايي اوسېدونکي د رای‌ورکونې له حقه بې‌برخې دي

جوزجان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر سرپرست رییس حمیدالله بلوڅ وايي، د ناامنیو زیاتوالي له کبله به د دې ولایت یوازې ۵۰ سلنه اوسېدونکي په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، په جوزجان کې ټول‌ټال د رای‌اچونې ۱۲۹ مرکزونه وو چې په ۶۰ هغو کې یې نوملیکنه شوې او له دې ډلې یې اوس‌مهال ۷ مرکزونه تړل شوي او په پاتې ۵۳ کې به ټاکنې وشي.

بلوڅ زیاتوي، د ټاکنو په ورځ هېڅ نوماند او ډله د رای‌اچونې مرکزونو ته د وسلې او تصویرونو د لېږد اجازه نه‌لري؛ ځکه په‌دې سره ټاکنیز محل تړل کېږي او د نوماندانو رایې به باطلې اعلان شي.

په همدې حال کې د جوزجان والي مولوي لطف‌الله عزیزي ډاډ ورکوي چې په ولسوالیو کې د رای‌اچونې مرکزونو د امنیت له‌پاره ۷۵۰ امنیتي ځواکونه ځانګړي کړي چې ۵۰۰ به یې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت ساتي او پاتې ۲۵۰ به یې پر ټاکنیزو مرکزونو احتمالي بریدونه مهاروي.

بلخوا د جوزجان امنیې قومندان فقیرمحمد جوزجاني ولسوالیو ته د ټاکنیزو مرکزونو د حساسو او غیرحساسو توکو لېږدولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د رای‌اچونې مرکزونو ته رسېدلي او سیمه هم تر امنیتي پوښښ لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له جوزجان ولایته ولسي جرګې ته یوشمېر نوماندان د دې ولایت په ولسوالیو کې د ناامنیو په اړه اندېښنه ښيي او وايي طالبانو د خبرتیاوو له لارې له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې ګډون ونه‌کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام