په فاریاب کې محلي مسوولان په دغه ولایت کې د یوې ټرافيکي پېښې له کبله د ۱۰ کسانو د مړه کېدو خبر ورکوي.
دغه پېښه نن سهار د دولتاباد او قرمقول ولسوالیو ته د میمنې-جوزجان پر یو نمبر لویې لارې شوې ده.
د اندخوی ولسوالي سلطان سنجر وايي، یاده پېښه د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د نوموړي په وینا، په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د موټرو ګړندی مزل د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.