د جنبش معترضانو جوزجان کې ۳۹ ادارې وتړلې

د هېواد په شمال او شمال‌ختیځو ولایتونو کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پلویانو اعتراض ۱۷ مې ورځې ته وغځېد.

د ولایتي شورا غړی ملاامرالدین دانشجو او د جوزجان کې د جنبش د ځوانانو د برخې رییس قدرت‌الله وطن وايي، د والي دفتر د تړلو په ګډون ۳۳ دولتي ادارې او ۶ نادولتي موسېسې وتړلې او خبرداری ورکوي، ترهغو چې د جنرال دوستم هېواد ته نه وي راستون شوی او نظام‌الدین قیصاري نه وي خوشې شوی؛ په ملي قیام لاس پورې کوي.

بدخشان کې د ملی جنبش ګوند سلګونو پلویانو هم په یوې اعتراضیه غونډه کې هېواد ته د جنرال دوستم بېرته راستنېدو او نظام‌الدین قیصاري خوشې کولو غوښتنه وکړه.

معترضینو خبرداری ورکړ، که یې غوښتنو ته رسېدنه ونه‌شي؛ د ټولو دولتي ادارو دورازې تړي.

فاریاب کې هم دا ځل سلګونه مېرمنې واټونو ته راوتلې دي او هېواد ته د جنرال دوستم بېرته راستنېدو او نظام‌الدین قیصاري خوشې کولو باندې ټینګار کوي.

د هېواد په شمال او شمال‌ختیځ کې د حکومت ضد اعتراضونه د ۱۷ ورځو په تېرېدو سره نه یوازې دا چې کم شوي نه‌دي؛ بلکې لا يې زور اخېستی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام