د تورخم او چمن لارو تړل کېدو یوازې د مېوو او ترکاریو په بیو اغیز کړی

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې د پاکستان له خوا د تورخم او چمن دروازو د تړلو له امله د افغانستان په بازارونو کې یوازې د مېوو او تازه ترکاریو په نرخونو لږ اغیز کړی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال افغانستان او منځنۍ اسیا ته د پاکستان د مېوو صادرولو موسم دی، نو له همدې امله زیاتره زیان پاکستاني لوري ته اوړي.

پسرلی وايي، د پاکستان له خوا د چمن او تورخم دروازو بندېدو دا ځل د خوراکي توکو پر بیو اغیز نه دی کړی، ځکه چې افغانستان د منځنۍ اسیا او د ایران چابهار بندر له لارو د سوداګریزو توکو صادرولو بدیل لري.

د کابل ښار یو شمېر هټیوال او سوداګر هم وايي، چې د پاکستان حکومت له خوا د تورخم او چمن دروازو له بندېدو اته ورځې تېریږي؛ خو د هېواد په بازارونو يي بېخې لږ اغیز کړی دی.

کابل ښار کې د تازه مېوې او ترکارۍ پلورونکي غلام سخي سلام وطندار ته وویل، د تورخم دروازې له بندېدو سره د هغو تازه مېوو بیې لوړې شوي، چې له پاکستانه راځي.

دی وايي، له دې مخکې د یوه چارک کېنو بیه ۵۰ افغانۍ وه، اوس ۱۰۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار یو تن بل ترکاري پلورونکی خالد وايي، چې له پاکستانه د صادرو شویو مېوو بیې زیاتې شوي دي.

ده وویل، له دې مخکې یو کیلو بانجان په ۳۰ افغانۍ و، اوس ۹۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.

په پاکستان کې له څوو ځانمرګو بریدونو وروسته دغه هېواد د تورخم او چمن لارې وتړلې، چې تر ډېره یې زیان پاکستان ته ورسېدلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام