د تخار پولیسو یو طالب چې ایس‌کریم یې پلوره، نیولی

د تخار پولیسو د هغه کس د نیولو خبر ورکړی چې د ورځې به یې ایس‌کریم پلوره او د شپې به یې د طالب جنګیالیو په لیکو کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېده.

د تخار د امنیې قومانداني ویاند خلیل اسیر سلام‌وطندار ته ویلي چې د طالب ډلې ایس‌کریم پلورونکی جنګیالی خال‌محمد نومېږي او د دغه ولایت د دشت‌کلا ولسوالي د ای‌خانم سیمې اوسېدونکی دی.

د نوموړي په وینا، یاد کس د ورځې د دشت‌کلا په ښار کې «پیمان ایس‌کریم» پلوره او د شپې به یې معلومات را ټول او له نورو طالب جنګیالیو سره به یوځای شو. د تخار د پولیسو ویاند زیاتوي چې خال‌محمد په خپل لومړني اعتراف کې ویلي چې «د ورځې به یې ایس‌کریم پلوره او د شپې به هم د نورو طالب جنګیالیو څنګ ته ورته او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې به یې جګړه کوله.»

د تخار اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالب جنګیالي د ورځې له‌خوا په دغه ولایت کې کار کوي او د شپې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې وسله اخلي. دوی پر امنیتي او استخباراتي ادارو نیوکې کوي چې د شکمنو کسانو په پېژندلو کې پاتې راغلي دي.

تخار په شمال‌ـ‌ختیځ کې هغه ولایت دی چې طالبان په وروستیو کلونو کې فعال او ډېر حضور په‌کې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام