د تخار ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، چې د ناپېژندو کسانو یوې ډلې د شپې له تیارې په ګټې اخیستلو ۱۲ خره په ورته بز سیمې کې قصابي کړي وو او هڅه يي کوله چې دغه خره د غويي غوښې په نوم د ولایت قراردادیانو ته ورکړي.
د تخار د پولیسو قوماندانۍ د جنايي مدیر معلم عبدالروف وايي، وروسته له هغه چې د سیمې اوسېدونکي له دغې پېښې خبریږي سم دوی ته اطلاع ورکوي.
عبدالروف وايي، د پېښې عاملین تښتېدلي او هویت یې معلو نه دی.
د جنايي مدیر وايي، دغو کسانو غوښتل د دغو قصابي شویو خرو غوښه له غویو او نور غوښو سره ګډه کړي او مراجعینو ته چې قرار داد یې درلود ور یې کړي.
له دې سره د سیمې اوسېدونکي وايي، ناپېژندو کسانو تېره شپه خره سلاخي کړي وو او د هوا په روښانه کېدو سره يي سیمه پرېښودلې ده.
د سیمې د اوسېدونکو پر وینا، دغو کسانو د خرو پوستکي او يوه اندازه غوښه له ځانه سره وړي دي.
د تالقان ښار دغه اوسېدونکي وايي، احتمال لري تراوسه پورې د لسګونه خرو غوښې د دغو کسانو له خوا د غوايي او پسه غوښې په نوم بازار کې پلورل شوي وي.
د تالقانو ښاریان د دغه ولایت له امنیتي مسوولینو غواړي، چې د خرو د سلاخي عاملین ډېر ژر ونیسي او د قانون منګلو ته يي وسپاري.