د پوځ څو موټر د تخار ولایتي روغتون ته له خواجهغار ولسوالۍ د سرتېرو د جسدونو لېږدولو مسوولیت لري.
د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، تر ماسپښينه روغتون ته ۳۲ جسدونه لېږدول شوي؛ پهداسې حال کې چې لا هم روغتون ته د پوځ جسدونه لېږدول کېږي.
د پوځ سرتېرو له جسدونو د ډک یو موټر په رسېدو سره د سرتېرو او د وژل شویو کورنیو ترمنځ فزیکي نښته هم رامنځته شوې.
دغه نښته کې ځېنو وهل ـ ټکول وخوړل او د پوځي سرتېرو هوايي ډزو خلک سره تیت و پرک کړل.
د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي، د مسوولانو د نه پام له امله د پوځ سرتېري له ۸ ساعتو نښتې وروسته د طالبانو لهخوا وژل شويدي.
د پوځ او د تخار ولایتي روغتون چارواکي هڅه کوي، د وژل شویو کره شمېره له رسنیو پټه کړي.
خو د تخار والي ویاند سنت تيمور وايي، د لومړنیو معلوماتو لهمخې، ۳۰ تنه سرتېري وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان دي چې د ښاغلي تیمور په وینا، د ټپیانو وضعیت نازک دی.
دا مرګوژوبله دقیقاً د تخار په خواجهغار ولسوالۍ کې پېښه شوېده.
د ښاغلي تیمور په وینا، د پوځ ټول تجهیزات د طالبانو له لوري وړل شوي او که د طالبانو مخه ونه نیول شي؛ تخار ښار ته نږدې پرته خواجهغار ولسوالۍ سقوط کوي.
خو د تخار امنیې قومندان عبدالرحمان اقتاش سلام وطندار ته وویل، د طالبانو ځپلو لهپاره د پوځ ځانګړې ځواکونه دې ولایت ته رسېدلي دي.
پر دې سربېره د تخار یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي؛ وايي، درقد، ینګيکلا او دشتکلا ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
د تخار والي ویاند سنت تیمور هم تاییدوي، کهچېرې دې ولایت ته کافي ځواکونه ونه رسېږي؛ طالبان څو ولسوالۍ سقوطولی شي.