د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي قطر، پاکستان او افغانستان ته د خپلو سفرونو تازه لړۍ پیل کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د زلمي خلیلزاد د تازه سفرونو اصلي محور په افغان جګړه کې د ښکېلو لوریو لهخوا د بینالافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د عملي ګامونو اوچتول دي.
په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي چې خلیلزاد په د خپلو سفرونو په دې لړۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک او دغه راز د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د ګډې اعلامیې د موادو، په تېره د تاوتریخوالي کموالي او بندیانو خوشې کولو پروسې عملي کول وارزوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له مخې، ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر تر بشپړولو وروسته، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې اترې پیل شي.
افغان حکومت بیا له طالبانو غواړي چې د بینالافغاني خبرو اترو د پیل لپاره تاوتریخوالی کم کړي.