د بښنې نړۍوال سازمان په سوریه کې د جګړې د بندېدا غوښتنه وکړه

د سوریې د ملي پوځ د هوايي بریدونو له زیاتوالي او ادامې سره د بښنې نړۍوال سازمان په جنګ کې له ښکېلو قدرتونو غوښتي دي چې په سوریه کې د هوايي بریدونو او جنګونو د ودرولو تر څنګ بشردوستانه مرستو ته زمینه برابره کړي.

د راپورونو پر اساس د سوریې د ملي پوځ له لوري په تېرو دوو ورځو کې د ختیځې غوطې دمشق ته څېرمه ۲۵۰ ملکيان وژل شوي او۱۲۰۰ تنه نور ټپيان شوي‌دي. په وژل شویو کې ۵۸ ماشومان او ۴۲ ښځې هم شاملې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان په تېرو دوو ورځو کې د سوریې د پوځ له لوري شوي بریدونه «ښکاره جنګي جنایت» ګڼلی دی.

د سوريې رژيم ملاتړو ځواکونو د روسیې په مرسته له یک‌شنبې راهیسې له مخالفانو نه د ختیځي غوطې د بېرته نیولو په پار بریدونه زیات کړي‌دي.

ختیځه غوطه د نږدې ۴۰۰ ملکیانو د اوسېدو ځای دی چې په تېرو ۳ میاشتو کې په‌کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي‌دي.
د جنګ د زیاتوالي تر څنګ د درملو، سونګ او غذايي موادو نه‌شتوالی هغه ستونزې دي چې د ختیځې غوطې اوسېدونکي ورسره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام