د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ارش یونسي وايي، سوداګرو هر ټن اوړو کې ۵۰ ډالره او هرې بوجۍ کې ۲۰۰ افغانۍ تخفیف راوستی چې اړ خلک د روژې میاشت کې په ارزانه بیه اوړه وپېرلی شي.
د ده په خبره، وروسته به د غوړیو او وریجو په بیو کې هم کمښت راشي.
د بلخ مرستیال والي محمدبشر توحیدي وايي، هڅه کوي سوداګرو سره نورې غونډې هم وکړي چې لهدې لارې اړو کورنیو سره مرسته وکولی شي.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د سوداګرو له دې ګامه هرکلی کوي او وايي، د اوړو په بیې کې تخفیف بسنه نهکوي او د وریجو، غوړیو او لوبیا په څېر د نورو خوراکي توکو بیه کې باید هم کموالی راشي.
بلخ کې د سوداګرو له لوري دغه اقدام داسې حال کې کېږي چې د دې ولایت اوسېدونکي روژې میاشت کې د خوراکي توکو د بیې له لوړېدلو نه شکایت کوي.
ورته مطالب:
په روژې میاشت کې د خوراکي توکیو بیې لوړې شوي
ننګرهار او کونړ کې د خوراکي توکیو بیې لوړې شوي