د بغلان په ۵ ولسوالیو کې د نوم‌لیکنې مرکزونه نه‌شته

په بغلان ولایت کې د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې ثبت بهیر نه ۵ ورځې تېریږي؛ خو تراوسه د دې ولایت په ۵ ولسوالیو کې د نوم‌لیکنې مرکزونه نه‌دي پرانیستل شوي.

د بغلان ولایت دهنه‌غوري ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې ده. دغه ‌راز تاله‌وبرفک ولسوالۍ په تازه‌ګۍ دولت تر خپل کنترول لاندې راوستې ده؛ خو ګذرګاه‌نور، خوست او فرنګ ولسوالۍ د سېلابونو او لارو بندېدلو له امله په‌دې ۵ ولسوالیو کې د نوم‌‌لیکنې مرکزونه نه‌دي فعاله شوي.

د دې ولسوالیو ځېنې استوګن د نوم‌لیکنې مرکزونو پر نه پرانیستلو نیوکې کوي او وايي، کمېسیون باید له هرې ممکنې لارې لومړی د نوم‌لیکنې اړوند توکي ثبت مرکزونو ته رسولي وی.

د خوست ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي شېراغا او محمداکبر وايي، په‌دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۹۰ زره په شرایطو برابر رای‌ورکوونکي ژوند کوي، که د دوی برخلیک ته پام ونه‌شي؛ حکومت به د خلکو د غږ د اورېدلو په برخه کې بې‌غورۍ تورن شي.

د بغلان ولایت د یو مدني بنسټ مشر محمدعثمان شېرزی خبرداری ورکوي چې د خلکو په برخلیک لوبه د حکومت له‌پاره یوه خطرناکه لوبه وي.

په‌ ورته وخت کې د بغلان د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر رییس ملک حنفي هم تاییدوي چې د دې ولایت یوازې په ۹ ولسوالیو کې د ټاکنو له‌‌پاره د نوم‌لیکنې مزکزونه پرانېستي دي. خو دی دا هم وايي، په چټکۍ سره هېڅې روانې دي چې په پاتې ولسوالیو کې هم د نوم‌‌لیکنې مرکزونه پرانیستل شي.

بغلان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس همدارنګه زیاته کړه، د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر له پیلېدو تر اوسه شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو دې ولایت کې نوم‌لیکنه کړې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام