د بغلان د قند فابریکه تړل شوې‌‌ده

د مرکزي بغلان د قند فابریکه ـ چې هرکال یې د افغانستان د بورې ۳۰ سلنه تولید لرلو او لسګونو کسانو په‌کې کار کولو ـ د افغان حکومت د پرېکړې پر اساس تړل شوې‌ده.

د دې فابریکې دوه کارګران سردار او احمد شاه سلام وطندار ته وایي چې د حکومت بې‌پروایي او د مدیریت کمزورتیا د دې لامل شوې‌ده چې د قند فابریکه له رکود سره مخ شي او حتا د دې فابریکې د شاوخوا ۴۰ کاریګرو معاش ور نه‌کړل شي.

یو تن بزګر محمد عالم ـ چې پخوا یې په‌خپلو ځمکو کې جغوندر کرل ـ وايي، له څو کلونو راهیسې د حکومت د نه پاملرنې له امله خپلو ځمکو کې جغوندر نه‌ کري.

خو د بغلا د قند فابریکې مشر غلام سخي د زورواکیو له لوري د دې فابریکې اړوند د شاوخوا ۴ زره هکتاره ځمکې غصب او نباتي ناروغۍ د دې فابریکې د تړل کېدو لاملونه ګڼي.

د ده په وینا، که له همدې ځمکو حاصل ترلاسه شوی‌وی؛ فابریکې هیڅ کله زیان نه لیدلو.

د بغلان د قند فابریکه په ۱۳۲۰ لمریز کال کې تولید پيل کړ. دغه فابریکه له ۱۳۸۵ تر ۱۳۹۵ لمریز کال پورې د خصوصي سکتور له لوري مدیریت کېدله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام