د برېښنايي حکومتولۍ مرکز نن د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت له لوري په کابل کې پرانستل شو.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت مسوولان وايي، یاد مرکز به د عامه خدمتونو وړاندې کولو؛ لکه پاسپورټ، لایسنس، روغتیايي، د زده کړو او نورو خدمتونو په برخه کې خلکو لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي وايي، د دغه مرکز کار پر برېښنايي پېژندپاڼو ولاړ دی او له همدې لارې به په بایومټریک، روغتیا، ټرافیکو، رایورکولو او نورو برخو کې د خلکو شته ستونزې حل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت د مسوولانو په وینا، د یاد مرکز د جوړولو موخه د اداري فساد مخنیوی او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو پروسې چټکتیا ده.