د برهان الدین رباني د تلین په یاد غونډه کې “مرګ پر کرزي شعار”

د برهان الدین رباني د تلین په پنځمې یادغونډې کې یو شمېر ځوانانو "مرګ پر کرزي" شعار ورکړل او د پخواني ولسمشر کرزي د وینا ګډوډولو هڅه وشوه؛ خو کرزي په پوره ځیرکتیا حالت مدیریت کړ.

دغه شعارونه له طالبانو په دفاع د کرزي وروستیو څرګندونو په اړه ورکړل شول.

حامد کرزي په دې وروستیو کې له بي، بي، سي سره په مرکه کې طالبان وروڼه بللي وو او په طالبانو د امریکې د وروستیو بریدونو غندنه کړې وه.

د کرزي دغه ډول څرګنډونې په هېواد له غبرګون سره مخ شوې او ځینو مدني ټولنو یې د محاکمې کولو غوښتنه هم کړې وه.

د رباني په یاد جوړې شوې غونډه کې د ځینو ځوانانو غبرګون پټ پاتې نه شو او د کرزي په خلاف یې د "مرګ شعار" ورکړ.

پخواني ولسمشر کرزي بیا په ځواب کې اعترض او غږ پورته کول د دوی حق وګاڼه او له هغوی یې هرکلی وکړ.

حامد کرزي وویل، "امریکا هره ورځ مرګ پر کرزي شعار ورکوي او دا د بهرنیانو کار دی، دوی غواړي، چې افغانان بې اتفاقه کړي."

د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور بیا د دغو ځوانانو د حرکت په غبرګون کې وویل، چې مشرانو ته سپکاوی د جمعیت اسلامي په شان کې نشته او زیاته یې کړه، چې دوی حامد کرزي ته په احترام قایل دي.

په دې یاغونډه کې د برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني د ځوانانو په دغه حرکت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دوی مشرانو ته په درناوي قایل دي او دغه ډول کار نه شي زغملی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام