د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي، وروستیو سېلاوونو د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکیو ته درانه مالي زیانونه اړولي؛ خو ځايي ادارې تر اوسه د زیانمنشویو کورنیو وضعیت ته لاسرسی نهدی کړی.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري سلاموطندار ته وویل، زیانمن شوي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري؛ خو د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره زیانمنشویو ته د ځواب ویلو او مرستې رسولو وړتیا نهلري.
د وروستیو سېلاوونو بېځایه شوي ـ چې له ولسوالیو نه د بدخشان مرکز ته تللي ـ وايي، کرایي کورونو کې مرستو ته په تمه دي.
یفتل ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو په دلیل بېځایه شوی خیرالدین وايي، شل ورځې کېږي چې د بدخشان محلي ادارو دروازو شاته سرګردانه ګرځي؛ خو هېڅ بنسټ یې ستونزو ته لاسرسی نهدی کړی.
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر سید عبدالله همایون دهقان وايي، هغو سیمو کې یې د مرستو وېشلو بهیر پیل کړی چې د زیانونو کچې معلومولو سروې یې بشپړه شوېدي او ټاکل شوې، پاتې سیمو ته هم مرستې ورسوي.
د ښاغلي دهقان په وینا، د مرستو رسولو لهپاره پوره چمتووالی لري او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې طرزالعمل پر بنسټ، د ټولو زیانمنشویو ستونزو ته لاسرسی کوي.
د ده په خبره، WFP موسېسه د مرستو لهپاره شاوخوا ۶۱۳ټنه خوراکي توکي لري او له همدې خوراکي توکیو به ډېرې مرستې وشي.
خو د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د طرزالعمل پر بنسټ د مرستو رسولو بهیر د دوی لهپاره د قناعت وړ نهدی.
د بدخشان ولایتي شورا غړیو په خبره، کهچېرې د دې طرزالعمل پر بنسټ د مرستې رسولو بهیر دوام وکړي؛ له طبیعي پېښو څخه ۸۰ سلنه زیانمن شوي به له مرستو بېبرخې شي.