د بدخشان مرکز فیضاباد کې د اوبو رسولو کانال د څه باندې ۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱۴ کیلومترو په اوږدوالۍ سره د نړۍوال بانک په مرسته ورغول شو.
د فیضاباد ښار اوسېدونکي وايي، ټاکل شوېوه د دغه کانال ودانیزو چارو په بشپړېدلو سره، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي؛ خو په بېکیفیته توګه د دغه کانال جوړولو په دلیل سره لهدې چې ان یو جریب ځمکه نهده خړوبه شوې، بلکې د کرنیزو ځمکو تخریباتو هم درانه زیانونه اړولي دي.
د سیمې دوه اوسېدونکي خیرالله او شیرمحمد وايي چې د دې کانال یوه برخه پخه شوه او زیاتې برخې یې خامې پاتې دي؛ په ځانګړي ډول د دشتقرغ ناحیه کې یې څه باندې ۳۰۰ متره ساحه خامه ده. دوی نیوکه کوي چې راغلیو اوبو دوی ته د ګټې پرځای تاوان اړولې او یوه دره یې له منځه وړې ده.
خو د کوکچه سیند فرعي حوزې مسوولان بیا وايي، د دغه کانال کار ـ چې ۸۵۰ هکتاره ځمکې ته د اوبو رسولو ظرفیت لري ـ بشپړ شوی؛ خو ځېنې تخنیکي ستونزې یې نهدي حل شوي.
د کوکچه سیند فرعي حوزې د پروګرامونو امر صدرالدین سلاموطندار ته وویل چې د ځېنو ودانیو او د خاورو ډکو پر وړاندې په څلورمې او پنځمې برخې کې د اوبو بندښت او د اوبو لارې نهشتوالي ستونزه پيدا کړې چې د دې مشکل له هواري سره به د اوبو مخه خلاصه شي.
ده ډاډ ورکړ، کومې ودانۍ چې د اوبو له امله تخریب شوي او درزونه پهکې راغلي؛ د شرکت له لوري به کرنیز فصل له رارسېدو وړاندې ورغول شي.
د کوکچه سیند فرعي حوزې مسوولین وايي، د بدخشان مرکز فیضاباد ښار د اوبو رسولو کانال کار په پنځو برخو وېشل شوی چې څلور برخې یې بشپړې شوي او یوه برخه یې نیمايي کې پاتې ده چې شته ستونزې یې د اوبو او انرژۍ وزارت سره شریکې کړېدي.