یوه معتبره سرچینه سلاموطندار ته وايي چې د انرژۍ مرستیال او د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي د ولسمشر غني د فشارونو له کبله له واکه لرې کېدو ته اړ شوی دی.
که څه هم خُلمي خپل استعفا لیک کې د څنګ ته کېدو لامل ناروغي یاده کړې، خو سرچینې وايي چې هغه د ولسمشر د فشارونو له کبله استعفا ورکړې ده.
هغه مکتوب کې چې پای کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکومتولۍ او پروګرامونو مرستیال هارون چخانسوري لاسلیک لیدل کېږي راغلي چې ولسمشر غني د انرژۍ معین او د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست محمد ګل خُلمي د تعطیلۍ غوښتنلیک له مطالعې کولو وروسته، دغسې لارښوونه کړې ده.
اجراییه ریاست کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي، ولسمشرغني دې وروستیو کې په بېلا بېلو پلمو او د فشار په واردولو سره، یو شمېر هغه وزیران چې د اجراییه ریاست له خوا معرفي شوي، بېواکه کړي او کوي یې.
د سرچینې په وینا، د ولسمشر غني غوسې نه ډک چلند او بېواکه کول وضعیت نور هم بحراني کوي.
ومو غوښتل د خُلمي د استعفا څرنګوالي او د ځينو حکومتي مسوولانو پر وړاندې د فشارونو په راوستو او غوسې نه ډکې کړنلارې د ولسمشر غني تورنېدو په تړاو د ارګ نظر هم ترلاسه کړو، خو د سلاموطندار له پرلهپسې اړیکو سربېره د ارګ هېڅ کوم ویاند خبرو کولو ته حاضر نهشو.
محمد ګل خُلمي له تېرو درېیو کلونو راهیسې د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ مرستيال په توګه کار کاوه، هغه همدارنګه له تېر یو نیم کال راهیسې کله چې د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر علياحمد عثماني د ولسمشر غني له لوري لرې کړل شو، د دغه وزارت چارو نه سرپرستي کوله.