د انګلستان فوټبال غوره لیګ ۲۵ پړاو سیالۍ پیل شوې

د انګلستان په کوربتوب د فوټبال سترې پریمیرلیګ سیالیو ۲۵ پړاو لوبې پرون د انګلستان په بېلابېلو ښارونو کې پیل شوې.

د لومړۍ اونۍ په لومړۍ ورځ ۷ سیالۍ ترسره شوې، چې هل، سوانسیا، ویسټ بروم او مانچسټرسیټي لوبډلو بریاوې خپلې کړې.

د دغو ۴ سیالیو ترڅنګ ۳ لوبې په مساوي توګه پاې ته ورسېدې، چې نن په پلان شویو ۲ لوبو کې مانچسټریونایټېد له بورنموت او لیورپول له ارسنال لوبډلې سره لوبیږي.

د انګلستان په فوټبال غوره لیګ سیالیو کی ټولټال ۲۰ لوبډلې برخه لري چی ۱۹ یې د انګلستان او ۱ لوبډله بیا د ویلز هېواد څخه په دې سیالیو کې برخه لري.

د سږکال په انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کی لیسټر سیټي له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي.

د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په تاریخ کی ترټولو مخکښه لوبډله مانچسټریونایټېډ ده، چې ۱۳ ځلې یې د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.

یادې لوبډلې د سږکال فوټبال غوره لیګ سیالیو له پاره د فرانسوي فوټبال لوبغاړي ۲۳ کلن پال پوګبا هم پیرلی، چې د فوټبال په تاریخ کې په لوړ ۱۰۰میلیونه پونډه واخیستل شو.

دغه پیسې د فوټبال په تاریخ کې ترټولو زیاتې پیسې دي، چې تراوسه په تجارتي فوټبال سیالیو کې د کوم فوټبال لوبغاړي د اخیستلو له پاره ورکول کېږي.

د فوټبال په ډګر کې مینوال او په ځانګړې توګه د مانچسټریونایټېډ لوبډلې د منیجر جوز مورینو په دې پرېکړې حیران دي.

د مایک کیګن په نوم د فوټبال کارپو د انګلستان ډیلي میلز وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، دا ډېرې زیاتې پیسې دي، یوازې یو بهترینه او پرېکړه بدلوونکي لوبغاړي ته ورکړل شي.

د کیګن په وینا، که دغه پیسې کرېسټیانو رونالډو، لویس سواریز او یا هم ګیریت بیل ته ورکړل شوې وای، نو یقینا چې په ځای به لګول شوې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام