د ولسي جرګې ځينو غړو د امنیتي ارګانونو لوړ پوړي چارواکي د استیضاح لهپاره لاسلیکونه پوره کړي او په پام کې ده، چې ډېر ژر دغه مشران استیضاح شي.
له بل لوري بیا، ځینو نورو وکیلانو د جرګې په هغو غړو نیوکه وکړه، چې د امنیتي بنسټونو د استیضاح په خاطر یې لاسلیکونه ټول کړي دي.
دوی وایي، چې وکیلان د شخصي ستونزو او غوښتنو له امله د ولسي جرګې د کورنیو دندو خلاف د امنیتي چارواکو د استیضاح فورم په یوشمېروکیلانو لاسلیک کړی دی او اداري پلاوي هم د چارواکو استیضاح په اجنډا کې شامله کړې ده.
د جرګې غړي ملا سید محمد وویل، د کورنیو دندو د اصولو سره سم د استیضاح فورم باید د ۷ ورځو په اوږدو کې د ولسي جرګې په تالار کې دننه د هغو وکیلانو لهخوا لاسلیک شي، چې د کوم وزیر د استیضاح غوښتنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي او دفاعي چارو د لوړپوړو چارواکو د استیضاح په اړه دا فورم له څو ورځو راهیسې یو وکیل په خپل جیب کې ګرځوي او ان د لاسلیک لهپاره یې د وکیلانو کورونو ته هم وروړي، چې دا کار د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو خلاف دی.
ملاسید محمد زیاتوي، چې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت ته پهکتو په اوسنیو شرایطو کې د دفاع وزیر یا نورو امنیتي چارواکو استیضاح هم د هیواد په ګټه نهده.
دغه راز د ولسي جرګې ځينو نورو غړو ادعا وکړه، هغه وکیل چې د ملي دفاع وزیر او امنیتي لوړپوړو چارواکو د استیضاح لهپاره لاسلیکونه راټول کړي، هغه د ملي دفاع له وزیر نه د دې وزارت اړونده یوه ځمکه غواړي او ورته يې ویلي، چې که دا ځمکه ورکړي د استیضاح فورم به له منځه یوسي.
په همدې حال کی د ولسي جرګې دویم نایب شیخ نعمتالله غفاري وویل، چې د استیضاح په فورم کې د ولسي جرګې له کورنیو دندو سرغړونه نه ده شوې او د استیضاح فورم هم د رییس په دفتر کې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخو ا ۵ میاشتې وړاندې د ملي دفاع وزیرعبدالله خان حبیبي له ولسي جرګې څخه د باور رایه واخیسته او له دې نه څومیاشتې وړاندې د کورنیو چارو وزیراو د ملي امنیت لوی رییس له ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړې وه.
همدا ډول څه موده مخکې هم ولسي جرګې په ډلهییز ډول د کابینې ۷ وزیران له دې امله سلب صلاحیت کړل، چې پرمختیایي بودیجه يې کمه لګولې وه، چې وروسته د هغوی د استیضاح موضوع سترې محکمې ته واستول شوه او برخلیک یې اوس هم نه دی روښانه.