په پخوانيو ټولنو او تهذيبونو كې د طبعي ځواکونو د ناتمام شور او زوګ نه مونږ انكار نه شو.
داځکه، چې د تېرو هېرو تهذيبونو دېوتاګانو او دېويانو يوه ناتمامه ابادي په اسطوريي ادب كې خپل وجود لري.
هر دېوتا به د خپل ځواک پر اساس ځان له يو مطلق العنان باچاو او هم دغه رنګه به هره دېوي د خپل طاقت په اړه يوه كامله حكمرانه وه. مطلب دا چې دغه اسطوريي تهذيبونه د مافوق الفطرت طاقتونو د بحثونو مدرسې وې.
د اسطورې يا ميتهه Myth تصور يا اصطلاح مونږ ځكه هم نه شو نظر انداز كولى. ولې چې د مذهب پرستۍ او الهياتي فكر او سوچ ابتدایي نخښې هم دلته مونږ تر لاسه كولى شو.
د اسطور يا ميتهه تورى د يوناني ژبې د لفظ Mythos څخه اخیستل شوی. ساده شرحه يا تفهيم یې مونږ په څو تورو کې داسې كولى شو، چې د اسطورې يا ميتهه لغوي مفهوم کیسه بيانول ده. د خيالي او فرضي خدايانو د طاقت او قدرت تصوراتي فكر د اسطوريي ادب هغه پر اسرار مباحث دي. چې يو سنجيده ادب لوستونكى یې د مطالعې نه نشي لاس په سر كېدلى.
د نړيوال ادب ځيني اهم دانشوران خو دا دعوه لا هم كوي. چې لوى پنځګري د اسطوريي او ولسي ادب د كوټلې مطالعې په له کبله پيدا شوي دي.
په تېرو هېرو تهذيبونو باندې د مذهب او جادو د حكمرانۍ نه مونږ انكار نشو كولى دومره ویيل به هم غلطه خبره نه وي، چې دغه مافوق الفطرت قوتونه، دېوتاګان، دېويانې په اصل کې د مذهب يا جادو له شكمه رازېږېدلي دي؛ يا د ويرې او خوف د نا اشنا جزيرې نه را پيدا شوي دي.
د هغه وخت د بنيادم دغه احساس د حيرانۍ وړ نه دى، چې كله هغه و يوه خونړي لېوه ته د يوه خوفناك او دهشتناك دېوتا مقام وركوي، يو داسې خونخوار لېوه چې د هغه خوراك او څښاك صرف او صرف د بنيادم وينه وي، د چا خله چې هر وخت د يوه نه يوه انسان په وينو سره وي او په هر آن د انسان د تازه وينې لپاره بې قراره وي.
داسې خيالي او فرضي پر اسرار قوت ته وجود وركول د هغه تېر هېر تهذيب د فكر او سوچ د مذهب پرستۍ نښاندهي كوي.
حقيقت دا دى چې كله به د اسمان د دېوتا غر غرې دوی اورېدلې او كله به یې د باران او طوفان د فرضي خدايانو تورې تورې چېغې، كله به د ويرې او دهشت بلا پر دوی باندې مسلطه وه او كله به د خوف يو نا اشنا اژدها.
مطلب دا چې د دوی په كليو او كوڅو باندې به هر وخت د خوف له دشهته ډكه فضا خوره وره وه، هر طرف ته به د فرعون تورې تورې سایې ليدل كېدې او هرې سایې به په خپل احرام کې يو ظالم فرعون نغښتى و.
د خوف او ويرې د دوا او دارو لپاره شايد د سحر جادو ډېر زيات ضرورت و. دغه وجه وه، چې كاهن او جادوګر د دوی د جسماني او ذهني بيماريانو د علاج د پاره اخري اميد و. جادوګر يا شامن به د دوی او خداى تر ميان د ثالث كردار لوباوه. هغه به منترونه ویيل او د سترګو په رپ کې به د دوی مرادونه پوره كېدل دغو كاهنانو به هم دغه دعوې كولې، چې دوی له خدايانو او دېويانو سره خصوصي تعلقات لري.
ځكه دېوتاګان او ديويانې د دوی هر سوال مني؛ كاهنانو او جادګرو به د خپل دې قدرت په سايه كې خپل نا جایز خواهشات هم پوره كول.
د جادو ګر دومره اهميت و، چې يو باچا به لا هم تر هغه وخته پورې ځان نيمګړى بللى تر څو چې به هغه د جادو صلاحيتونه نه وو تر لاسه كړي.
جادو ګر يا شامن به د دېوتا او دېوي نایب، د باچا مشير، او د مندر منتظم اعلى و. مطلب دا چې اختيار او قدرت یې كه د هغه وخت تر باچا زيات نه و نو كم هم نه و. مطلب دا چې په يوه معنا د هغه وخت د ښه او بد مالك جادوګر و. ولي چې د مذهبي پېشوا دستار هم د ده پر سر و.





