د افغان میرمنو کمپاین: زما نوم چېرته دی؟

افغانستان هغه هېواد دی، چې زیات اوسيدونکي يې د اړتیا پر وخت په عمومي ځایونو کې د خپلې مور، خور او ښځې نومونه نه اخلي او د ودونو په کارتونو کې يې هم له نوم لیکلو ډډه کوي.

د افغانستان په ډیری سیمو کې زیاتره ښځې د خپلو زامنو او میړونو په نومونو پېژندل کيږي.

خو اوس بالاخره دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې ځينې مېرمنې په ټولنیزو شبکو کې د دغه دود پر ضد کمپاین پېل کړي.

دوی "زما نوم چېرته دی؟" یا "زما نوم زما پېژندګلوي ده" تر عنوان لاندې دغه کمپاین پېل کړی دی.

د یاد کمپاین له پېله څو ورځې کيږي، خو ظاهراً داسې جوتيږي، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

په زما نوم چېرته دی؟ کمپاین کې ځينو ښځو د خپلو تجربو کیسې کړې او ځينې هم په دولتي بنسټونو کې خپل لیدلي حالات بیان کړي دي.

د دغه کمپاین تنظیموونکي سلام‌وطندار ته وویل، د زما نوم چېرې دی؟ کمپاین اصلي موخه د ښځو د پېژندګلوي او هویت له‌پاره مبارزه، عدالت غوښتنه او همدارنګه د نوم پټولو د دود ماتول دي.

د یاد کمپاین یو تن تنظیمونکې نیلوفر نیکسر وايي، چې کمپاین يې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د ناوړه دودونو پر ضد پېل کړی.

نوموړې زیاته کړه، چې په ټولنه کې د ښځو د پيژندګلولي له‌پاره يې نوم اخیستل حق دی او له دوی څخه د دغه حق اخیستل ستره جفا ده.

دا وايي، چې په رسمي ځایونو کې د ښځو نومونه نباید د هغوی د مېړونو او اولادونو په نومونو ولیکل شي.

لاله عثماني د کمپاین بله غړې ده هغې سلام‌وطندار ته وویل، په دغو ورځو کې د دغه کمپاین پېلوونکي په ټولنیزو شبکو کې د خپلو ښځينه نومونو په شریکولو سره یو بل ته چلینج ورکوي.

همدارنګه د کمپاین تنظیموونکي وايي، چې دوی به په خپل دغه نوښت سره د ښځو پر وړاندې دغه ستونزه حل او یاد ناوړه دود به مات کړي.

دا کمپاین په داسې حال کې ترسره کيږي، چې څو ورځې وړاندې سلام‌وطندار راډيو د مور ورځې په مناسبت همداسې راپور جوړ کړی و، چې ولې ځينې نارینه د خپلو ښځینه نومونو له ویلو شرمیږي؟

داسې ښکاري، چې  د سلام‌وطندار راپور هم د دغه کمپاین په ترسره کولو کې خپل رول لوبولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام