د افغانستان معلولینو ۱۶ کسیزه کرېکټ ملي لوبډله د یو لړ دوستانه کرېکټ سیالیو لهپاره هندوستان ته رسېدلې ده چې به نن د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ پیل کړي.
ټاکل شوېده، د افغانستان او هند معلولینو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ۳ شلاوریزو لوبو لړۍ نن د افغانستان پر وخت ماښام ۶بجې په ممبۍ ښار کې پیل شي.
له لومړۍ لوبې پرته به د دې سفر نورې سیالۍ سهار ۱۰ بجې پیلېږي چې د هندوستان کرېکټ بورډ لهخوا په (یوټیوب) چینل هم په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
ټاکل شوې د افغانستان او هند معلولینو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ به دویمه شلاوریزه لوبه د ډېسمبر په ۱۱مه او ورستۍ هغه په ۱۳مه نېټه په ممبۍ ښار کې وشي.
دغه راز به د دواړو لوبډلو ترمنځ د ډېسمبر په ۱۵مه د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ پیل شي چې د سفر وروستۍ او دویمه پنځوس اوریزه لوبه به د ډېسمبر په ۱۷مه وشي.
د هند خلاف ۲۰ اوریزه لوبو سیریز کې به د افغان لوبډلې کپتاني نبيالله نبي او د ۵۰ اوریزه لوبو په سیریز کې به د کپتانۍ دنده شیرین لنګري په غاړه وي.
د معلوماتو لهمخې، ټاکل شوې د افغانستان معلولینو کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۹ کال معلولینو په کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې هم نېغ په نېغه ولوبېږي چې دانګلستان په کوربتوب کېږي.
د معلولینو کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې به د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو معلولینو کرېکټ ملي لوبډلې ولوبېږي چې د انګلستان په کوربتوب د ۵۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام وروسته به پیل شي.
داسی ویل کېږي چې د افغان معلولینو کرېکټ ملي لوبډلې مسوول ډاکټرعبدالمنان مسعود د هند ویزې د ستونزې له کبله له خپلې لوبډلې سره ملتیا نهلري.
د هندوستان په دې سفر کې له افغان معلولینو کرېکټ ملي لوبډلې سره کپتان شیرین لنګر، کپټان نبيالله نبي، طفیل، محمدالله احمدزی، نظرمحمد، شفیقالله صمیم، عبدالله جبارخېل، عبدالله لېوال، اشرف، شعیب، قدرتالله ، حزبالله، سینالله، عبیداکبري، نثار او صفت ملګري دي.
د کرېکټ بورډ لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، د افغانستان او هند ترمنځ تراوسه ۳ خپلمنځي کرېکټ سیریزونه شوي چې ۲ یې افغانستان او یو یې هند ګټلی دی.