«د افغان سولې په تړاو د امریکا دریځ بدل شوی»

د افغان سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ له یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل، ښه دی چې تر ټاکنو مخکې سوله وشي، خو په وینا یې که د سولې په اړه ژر هوکړه نه‌ کېږي، بیا دې ټاکنې وشي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لپاره اسانتیا برابره شي.

د سیاسي چارو شنونکي د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد دا څرګندونې د امریکا په دریځ کی مثبت بدلون ګڼي. 

د سیاسي چارو شنونکي یونس فکور په‌دې اړه سلام‌وطندارته وویل، زلمي خلیلزاد، د افغان دولت، افغانانو او د نړۍ د ځینو هېوادونو د غبرګون له امله خپل دریځ بدل کړی دی. 

اړوند مطالب:

خلیلزاد: د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره په بیړه کار کوو

خلیلزاد: د سولې مرکچي پلاوی باید پراخ او ټول‌شمول وي

غني: ټاکنې د تلپاتې سولې لپاره حیاتي دي

نوموړی وایي، اوس امریکایان وپوهېدل چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راوستو کې د افغان دولت رول باید پیاوړی، په خبرو کی ګډون ولري او له ولس او سیاستوالو سره په دې اړه مشوره وشي چې په وینا یې، اوس یې دا کار هم پیل کړی دی

فکور زیاتوي، دغه بدلون  په امریکا کی د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د وروستیو څرګندونو او د ولسمشر د کلک دریځ پایله ده او همدا کورنۍ او نړیوالې هڅې وې چې زلمی خلیلزاد یې څه نا څه د افغان سولې په اړه اصلي لارې ته سیخ کړ.

زلمي خلیلزاد دا هم ویلي چې د زور له لارې پر افغانانو د یوې مفکورې منل ناکامه تجربه ده. 

په همدې حال کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی محمدنعیم لټون هم باور لري چې د افغان سولې په اړه د امریکا دریځ بدل شوی او هڅه کوي افغانان په‌کې ښکېل کړي.

د نوموړي په وینا، د افغان سولې په اړه اوسنی وضعیت او روانې هلې ځلې د هېواد او افغانانو په ګټه دي.

بله‌خوا د سیاسي چارو شنونکی شهباز وايي، که څه هم د امریکا نوی دریځ به د سولې خبرو اترو لړۍ وځنډوي، خو په وینا یې پایلې به یې تلپاتې، د افغانانو، امریکا او نورو هېوادونو په ګټه وي.

د نوموړي په وینا، د مالوماتو له مخې، طالبان اوس له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو پر پیلولو کار کوي.

ولسمشر محمداشرف غني هم پرون په ارګ کې یې غونډې ته وویل، افغان حکومت به د سولې په تړاو هېڅ ډول ناقانونه فشار و نه مني او له طالبانو سره د سولې چوکاټ به هم د افغانستان خلک ټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد په خپل وروستیو سفر کې د حکومتي چارواکیو په ګډون، له یو شمېر سیاستوالو سره لیدلي او نن یې په ارګ کې له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، سرور دانش، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي مشرانو سره په ګډه غونډه کې پر افغان سولې خبرې وکړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام