د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي نن په کابل کې په خبري غونډې کې د افغانستان د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په اړه د پیسو د نړۍوال صندوق د ارزونې د څلورم پړاو د پایلو د اعلان پرمهال وویل چې د پیسو نړۍوال صندوق د ارزونې رپوت ښيي چې په ۱۳۹۷ کال کې د ملي یووالي حکومت د بودیجې رڼښت په برخه کې ډېر اصلاحات راغلي دي.
د ښاغلي قیومي په وینا چې په روان کال کې د افغانستان د صادراتو حجم زیات شوی، د داراییو د ثبت چارې په بریالیتوب سره مخ ته روانې دي او د دې ارازونې په اساس د دولت عواید ۷۸ میلیاردو افغانیو ډېروالی موندلی.
د ماليې سرپرست وزیر زیاته کړه چې د دې وزارت عواید له ۹۹ میلیاردو افغانیو څخه ۱۷۷ میلیاردو افغانیو ته رسېدلي دي.
همداراز د افغانستان د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په اړه د پیسو نړۍوال صندوق د ارزونې د اعلان په څلورم پړاو خبري غونډه کې د افغانستان بانک لوی رییس خلیل صدیق د پیسو د نړۍوال صندوق له لوري د افغانستان د مالي او اقتصادي فعالیتونو او کړنو ستاینې ته په اشارې سره وویل چې د پیسو نړۍوال صندوق راپور ښيي چې مرکزي بانک د مالي ثبات ساتنې، په ټیټه سطحه کې د تورم کنټرل، د پیسو زېرمې زیاتول او د مالي نظام تینګښت په برخه کې بریالی عمل کړیدی.
د ښاغلي صدیق په وینا چې اقتصادي ثبات د بهرنیو پیسو پر وړاندې د افغاني پیسو د ارزښت کنټرول سره مرسته کړېده. پهداسې حال کې چې د سیمې ډېر شمېر هېوادونه پهدې نهدي توانېدلي چې روان کال کې د خپلو پیسو د ارزښت د لوېدو مخه ونیسي او په خبره یې، د افغاني پیسو ارزښت د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې شاوخوا ۹ سلنه ټیټ شو چې د سیمې هېوادونو ته په کتو تر ټولو کم ټیټوالی دی.
د پیسو نړۍوال صندوق او د افغانستان دولت ترمنځ اقتصادي ګډه برنامه به د ۲۰۱۹ کال تر پایه ادامه ولري. د افغانستان د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ارزونې برنامه شپږ پړاوونه لري چې د پیسو نړۍوال صندوق په اوسني راپور کې څلور پړاوونه درج شوي او تر سنجش لاندې راغلي دي.