د افغان تنکیو ځوانانو ملي لوبډله کویټ ته لاړه

د افغانستان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله د ۴ کلن انتظار وروسته یوځل بیا د اسیا په تنکیو ځوانانو ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالیو کې برخه اخلي.

یاده لوبډله نن(د سپتمبر ۱۴مه) له کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه د کویټ په لور روانه شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د کویټ په کوربتوب په اسیایي ټاکنیز پړاو سیالیو کې به افغان لوبډله په (ایف) ګروپ کې لوبې ترسره کړي.

د فوټبال اسیایي شورا د معلوماتو له مخې؛ افغان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله به ددې سیالیو په لړ کې له سوریه، سریلانکا او کوربه کویټ لوبډلو سره لوبې ترسره کړي.

ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د افغانستان او سوریې ۱۶ کلنه تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډلو په لوبې سره په رسمي توګه پیل شي.

د اعلان شوي مهال ویش له مخې به افغانستان د دې سیالیو په لړ کې دويمه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ له کوربه کویټ لوبډلې سره او وروستۍ لیګ لوبه به د راتلونکې یک شنبې په ورځ له سریلانکایۍ ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره د کویټ په (سولې او دوستۍ) فوټبال لوبغالي کې ترسره کړي.

ویل کیږي چې د افغانستان تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې راتلونکې درې واړه لیګ لوبې به د افغانستان په وخت ماښام ۸ بجې ترسره شي.

د اسیا تنکیو ځوانانو ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالیو ته دلارې موندنې په موخه په دې سیالیو کې د اسیا وچې ۴۲ لوبډلې برخه لري، چې په ۱۱ ګروپونو ویشل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې ددې سیالیو کوربتوب کویټ، فلسطین، قرغزستان، قطر، بنګله دیش، ایران، لاووس، سنګاپور، چین، ویتنام او منګولیا هیوادونه په غاړه لري.

د ګډون کوونکو ۴۲ لوبډلو څخه به د هرګروپ ۲ مخکښې لوبډلې او ټولټال ۱۶ لوبډلې د هندوستان په کوربتوب شپاړلس کلنو اسیایي جام سیالیو ته لاره پیدا کړي، چې هندۍ لوبډله له وړاندې د کوربتوب ویاړ له کبله دغه ټورنامنټ ته غوره شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام