د افغان – ترک ښوونځیو د زدهکوونکیو د کورنیو کمېټې د زدهکوونکیو او د هغوی کورنیو په حضور کې د پوهنې وزارت وروستي مکتوب پر وړاندې اعتراض وکړ او دغه مکتوب یې د کنځلو لیک وبللو.
دغه مکتوب کې د بلخ، کندهار، هرات او جوزجان ولایتونو د پوهنې له ریاستونو غوښتل شوي؛ دغو ولایتونو کې افغان – ترک ښوونځیو سره خپله رسمي همکاري قطع کړي.
د دې مکتوب محتوا ترکیې هېواد ته د افغان – ترک ښوونځیو مدیریت لېږد یو حتمي امر بللی دی.
د افغان – ترک ښوونځیو د زدهکوونکیو کورنیو کمېټې غړي وايي، دې مکتوب له زدهکوونکیو د زدهکړې حق اخېستی او حکومت تراوسه د افغان ـ ترک ښوونځیو ستونزې حل لهپاره هېڅ ډول قانوني اقدام نهدی کړی.
د هغوی په وینا، مکتوب کې راغلي چې د افغان – ترک لېسو زدهکوونکیو ته دې شهادتنامې نه ورکول کېږي او جایدادونه دې هم د ترکیې پوهنې بنسټ ته وسپارل شي.
دغه کمېټه یوې بهرنۍ موسسې ته د جایداد سپارل د قانون خلاف بولي.
د افغان ـ ترک ښوونځیو د زدهکوونکیو کورنیو کمېټې غړی فضلاحمد معنوي د پوهنې وزارت دغه مکتوب سپکاوی بولي او وايي، د حکومت یو شمېر لوړپوړي کارکوونکي دغو ښوونځیو سره ناوړه چلند کوي.
د ده په خبره: «د پوهنې وزارت له لوري استول شوي مکتوب کې له کنځلو پرته بل څه نهشته.»
هڅه مو وکړه د موضوع په تړاو د پوهنې وزارت نظر هم واخلو؛ خو بریالي نهشو.
لهدې مخکې د پوهنې وزارت چارواکیو ویلي وو، دغه وزارت د زدهکوونکیو او هېواد د ګټو لهپاره دغه ښوونځي د ترکیې پوهنې بنسټ ته سپارلي دي.
د افغان ـ ترک ښوونځیو زدهکوونکو کورنیو کمېټې غړیو یوه پرېکړهلیک کې د دغه مکتوب لغوه کولو غوښتنه وکړه او ويېویل، له خپل دریځه نه په شا کېږي.