د افغان‌تُرک ښوونځیو برخلیک به څه وي؟

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د افغان‌تُرک ښوونځیو د برخلیک ټاکلو په تړاو د ځانګړې کمېتې غړي د دې موضوع د څرنګوالي په اړه وکیلانو ته د معلوماتو د ورکړې په اړه وربلل شوي وو.

افغان‌تُرک ښوونځي له شاوخوا شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او هرکال د کانکور له ازموینې وروسته دا په ډاګه کېږي، چې د دې ښوونځیو ډېر زدهکوونکي په ښوو نومرو لوړو زدهکړو ته بریالي کېږي.

خو په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته، په کابل کې د ترکیې سفارت له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د دغو ښوونځيو چارې دې د ترکیې دولت اړوند وقف بنسټ ته وسپارل شي.

ترکیې چارواکیو ویلي وو، چې دغه ښوونځي د ترکیې د اوسني نظام مخالف سیاستوال فتح‌الله ګولن پورې اړوند دي. له دغې غوښتنې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوې ګډې کمېټې د جوړېدلو امر وکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې د موضوع هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د دې کمېټي غړي او د عدلي وزارت معین سید محمد هاشم د ولسي جرګې غړیو ته په نننۍ غونډه کې وویل، چې د افغان ترک ښوونځيو د موضوع روښانه کولو لهپاره د دوی کار دوام لري.

هاشم وویل، چې د بشپړو معلوماتو او ارزونو وروسته به خپلې پایلې له ولسمشر سره شریکې کړي.

د دې کمېټې غړي محمد هاشم زیاته کړه، ترکیې هېواد ژمنه کړې، چې د دې ښوونځيو وقف بنسټ ته په سپارلو سره به د بیارغونې او کمي او کیفي پراختیا له‌پاره ۵ میليونه ډالر ځانګړي کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وایي، چې د ښوونځیو په مسله کې باید سیاسي موضوعات دخیل نهشي.

دوی وايي، چې د افغانترک ښوونځيو له فعالیت خلک خوښ دي او که د ترکیې هېواد لېوالتیا لري؛ نو کولی شي په نورو ولایتونو کې ورته ښوونځي جوړ کړي.

د ولسی جرکې د پوهنې او لوړیو زدهکړو مشر کمال ناصراصولي وویل، چې د افغانترک اوسني ښوونځې په یوې افغاني (NGO) پورې تړاو لري، چې څلور افغانان او درې ترکان په کې برخه‌وال دي.

اصولي زیاتوي، که دغه ښوونځي د ترکیې دولت ته سپارل کېږي؛ نو په‌دې سره د افغانانو حقونه تر پښو لاندې شي.

د ده پر وینا، چې د ترکیې هېواد بنست ته د رهبرۍ او د ښونیزو تاسیساتو لېږدول د اساسي قانون د ۴۰ او ۷۵ مادې او همدا ډول د غیردولتي موسېساتو د قانون د ۴۰ او ۷ مادې سره مخالفت لري.

د اساسی قانون ۴۰ ماده وايي، ملکیت له تېرې څخه خوندي دی او هېڅوک د ملکیت د ترلاسه کولو او تصرف څخه نه منع کېږي؛ مګر د قانوني احکامو په حدودو کې.

خو په همدې حال کې بیا یو شمېر وکیلان په دې باور دي، چې افغان حکومت دې د افغانترک ښوونځيو د موضوع پر سر له ترکیې سره خپلې اړیکې نه خرابوي او د ترکیې حکومت ته دې مثبت ځواب ورکړي.

د جرګې غړی محمد نعیم لالي حمیدزي وویل، که افغانترک ښوونځي د ترکیې دولت ته وسپارل شي؛ د کیفیت د ښه کېدو ترڅنګ به یې فیسونه هم ټيټ شي.

د غونډې په پای کې د ولسي جرکې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، کله د افغانترک ښوونځیو د لېږد ځانګړې کمېټې خپل رپوټ بشپړ کړ؛ نو بیا دې ولسي جرګې ته ورواستوي او بیا به په دی اړه جرګه تصمیم ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام