د هندوستان په کوربتوب په روان شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې که څه هم افغانستان تراوسه کومه لوبه نه ده ګټلې؛ خو ډېر مینه وال یې خوشاله ساتلي دي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر خلاف د ۱۵۳ منډو هدف جوړ کړ، د سویلي افریقا د ۲۰۹ منډو په ځواب کې یې ۱۷۲ منډې وکړې او د انګلستان پر خلاف یې په توپ اچونه کې وارخطا کړ، له کوښښونو سره ـ سره یې ټولې سیالۍ وبایللې.
په وروستیو سیالیو کې د ښو لوبو په پایله کې د کرکټ نړیوالې شورا روانه میاشت ښو لوبغاړو ته د ښو لوبو له امله زېري ورکړل.
د کرکټ نړیوالی شورا له خوا د شل اوریزو لوبو په غوره توپ وهونکیو کې د افغانستان ۸ خو د بالرانو په ډله کې بیا ۹ لوبغاړي د نړۍ په ۱۰۰ غورو لوبغاړو کې اعلان شوي دي.
د افغانستان له خوا د نړۍ په ۱۰ غورو توپ اچوونکیو او توپ وهونکیو کې ۲ افغان لوبغاړي شامل دي، چې شهزاد محمدي د توپ وهونکیو په ډله کې ۸م او دولت ځدران بیا د نړۍ په ۱۰۰ غورو بالرانو په ډله کې ۱۰ مقام کې راغلی دی.
راشد ارمان د نړۍ په غوره توپ اچوونکیو کې په بهترینه لوبو سره د لومړي ځل لپاره په نړیواله درجه بندۍ کې ۳۵ م مقام ته رسېدلې دی.
له شهزاد وروسته د افغانستان دویم مخکښ توپ اچوونکی کپتان اصغرستانکزی دی، چی ۵۰م مقام لري، نبي عیسی خېل بیا ۵۱م، نجیب الله ځدران ۶۲م، سمیع الله شینواری ۷۱م، ګلبدین نایب ۸۴م، کریم صادق ۹۲م او عثمان غني بیا ۹۳م مقام لري.
په حیرانوونکي توګه د نړۍ په ۱۰۰ غورو توپ وهونکیو کې د افغانستان اوسنی اوپنر نورعلي ځدران او توپ وهونکی شفیق الله شفق نه دي شامل شوي.
دغه راز د ۱۰۰ غورو بالرانو په ډله کې د دولت ځدران وروسته نبي عیسی خېل هم له څوو نورو بالرانو وړاندې شوی او ۱۶م مقام ته رسېدلی دی.
دغه راز راشد ارمان ۳۵م، حمید حسن ۴۳م، حمزه هوتک بیا وروسته شوی او له ۲۵م مقام څخه ۴۷م مقام ته تللی دی، سمیع الله شینواری ۵۳م، شاپور ځدران ۷۷م، کریم صادق ۹۸م او میرویس اشرف بیا ۹۹م مقام کې ځای لري.
دغه راز افغان نبي عیسی خېل په یو ورځنیو سیالیو کی یوازینې لوبغاړی دی، چې د یو ورځنیو لوبو په غوره ال راونډرانو کې له اسټرالوي میچل مارش، هندي روینډر جدیجیا او له انګلستاني معین علي وړاندې ۷م مقام لري.