د افغانستان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله ازبکستان ته ځي

ټاکل شوې ده د افغانستان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله د ازبکستان په کوربتوب په ۱۶ کلنو مرکزي اسیا فوټبال سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، یادې سیالۍ د راتلونکې جولای میاشتې په ۵مه نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیلیږي.

د تاشکند په کوربتوب په مرکزي اسیا ۱۶ کلنو فوټبال سیالیو کې د افغان لوبډلې ترڅنګ تاجکستان، قرغزستان او کوربه ازبکستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې لوبیږي.

د ورکړل شوي مهالوېش له‌مخې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جولای میاشتی په ۵مه نېټه د افغانستان په وخت مازدیګر ۴ نیمې بجې له کوربه ازبکستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د دغه مرکزي اسیا فوټبال ټورنامنټ په دویمه لوبه کې به افغان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله د جولای په ۷مه نېټه ماښام ۷ نیمې بجې له تاجکستان ۱۶ کلنې لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

دغه‌راز د ټورنامنټ په وروستۍ لوبه کې به د جولای په ۹مه نېټه افغانستان د کابل په وخت ماښام ۷ نیمې بجې له قزغزستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.

دغه ټورنامنټ داسې جوړښت لري چې د لیګ لوبو وروسته به د زیاتو امتیازونو لرونکې لوبډله د دې ټورنامنټ لومړی مقام او د اتلولۍ جام ګټوونکې شي.

د راتلونکې میاشت فوټبال ټورنامنټ د افغانستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې له‌پاره د اسیا ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالیو له‌پاره د ښه تیاریو په موخه ښه فرصت هم دی.

ټاکل شوې ده د ازبکستان په کوربتوب مرکزي اسیا فوټبال ټورنامنټ کې له لوبېدو وروسته به افغان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله د روان کال په سپټمبر میاشت کې مالیزیا ته سفر وکړي.

افغان لوبډله به د لومړي ځل له‌پاره د مالیزیا په کوربتوب د اسیا په ۱۶ کلنو فوټبال سترو سیالیو کې ګډون وکړي چې په وروستي (ډي) ګروپ کې به د سپټمبر په ۲۲مه نېټه له عراق، په ۲۵مه نېټه له سویلي کوریا او په ۲۸مه نېټه له اسټرالیا ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

د اسیا په ۱۶ کلنو اسیایي جام فوټبال سیالیو کې د اسیا وچې ۱۶ بهترینه ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په ۴ ګروپونو کې لوبیږي چې په کې به عراقۍ لوبډله له خپلې تېرې اتلول دفاع کوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام