د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي، چې د ملي لوبډلې له پاره یې هندي رونکی ګومارلی دی.
کرکټ بورډ، د مینوالو د پوښتنو او ځوابونو له پاره په ځانګړې شوې فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي، ډېر ژر به د دې روزونکي نوم اعلان کړي.
دا به لومړې ځل وي، چې افغان کرکټ بورډ د مشر روزونکي په توګه د ۳ پاکستانيو او ۱ انګلستاني وروسته هندي روزونکی په دنده ګوماري.
د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش هم په خپله مرکه کې د دغه نوی غوره شوي هندي روزنکي د وړتیا ستاینه کړې.
د دانش په وینا، غوره شوی مشر روزونکی د هند هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی دی او د توپ وهنې (بېټینګ) په برخه کې زیاته تجربه لري.
له دې مخکې کرکټ بورډ ویلي وو، چې نوی روزونکې به د یوې رڼې پروسې له لارې غوره کېږي، خو د نوي هندي روزونکي په ګومارنه کې افغان کرکټ بورډ تراوسه د کرکټ مینوالو ته د عریضه ورکوونکو روزونکو د شمېر، څرنګوالي او له دوی څخه د کرکټ اسیایي او نړیوالې شورا د استازو په موجودیت کې د ازموینې په اړه کوم اسناد او معلومات نه دي خپاره کړي.
له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره تراوسه له ۲۰۰۸ کال راهیسې ۲ ځلې پاکستاني کبیرخان، یو ځل راشد لطیف او یو ځل انضمام الحق د مشر روزونکي دندې کړې وې، چې درې واړه پخپله خوښه له دندو لاس په سر شوي وو.