ټاکل شوې ده د افغانستان فوټبال ملي لوبډله روانه میاشت د سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو لوبولو له پاره هندوستان ته سفر وکړي.
سیالیو ته د ښه چمتووالي له پاره د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې هغو لوبغاړو نن (یک شنبه) په کابل (ګول) پروژې فوټبال لوبغالي کی خپل تمرینات پیل کړل، چې په افغانستان کې ژوند کوي.
ویل کیږي چې یو شمیر بهرمیشته افغان لوبغاړي به هم ډير ژر د کابل په روزنیز کمپ کې له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره یوځای شي.
ټاکل شوې ده په کابل کې د روان روزنیز کمپ وروسته به افغان فوټبال ملي لوبډله د لاښه او دویم پړاو تمریناتو له پاره راتلونکې اونۍ قطر ته هم سفر وکړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې له افغان لوبډلې سره به د قطر په روزنیز کمپ کې ۲۴ او د هندوستان په کوربتوب د سویلي اسیا په یوولسم پړاو سیالیو کې ۲۰ تنه لوبغاړي ملتیا وکړي.
د سویلي اسیا یوولسم پړاو فوټبال جام سیالۍ د روانې دسمبر میاشتې په ۲۳ مه نیټه په ډهلي کی پیلیږي او د جنورۍ میاشتې تر ۳ مې نیټې به روانې وي.
په دې سیالیو کې به افغان فوټبال ملي لوبډله له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي، چې په ۲۰۱۳ کال لسم پړاو سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو کې یې د نیپال په کوربتوب هندوستان ته په ماتې ورکولو سره ترلاسه کړې ده.
دسیالیو له پیل وړاندې د هندوستان د هوا حالاتو، تمیرن ځایونو، د مناسب خوراک او لوبغالي ته د هوټل د نیږدوالي د څارلو په موخه د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مرستیال روزونکی علي عسکر لعلي هندوستان ته تللی دی.
ټاکل شوې ده په یوولسم پړاو سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو کې به افغان فوټبال ملي لوبډله ټولټال د نهم ځل له پاره په دویم ګروپ کې له بنګله دیش، بوتان او مالدیف لوبډلې سره لوبې ترسره کړي.
ویل کیږي چې پاکستانۍ فوټبال ملي لوبډله د خپل حکومت لخوا دهندوستان په کوربتوب سیالیو څخه ایساره شو ې ده او ښایي په ځای د کوم بل هیواد لوبډله ولوبیږي.
افغان فوټبال ملي لوبډله اوسمهال د فوټبال نړیوالې شورا لخوا د روانې میاشتې په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۵۰ م او د سویلي اسیا په کچه بیا لومړی مقام له ځان سره لري.