د افغانستان زوز خانه يي لوبو ملي لوبډله نن (سه شنبه) د ۲۰۱۶ م کال په شپږم پړاو نړیوالو زورخانه يي سیالیو کې د ګډون له پاره د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته ولاړل.
د افغان زورخانه يي لوبډلې مشري د زورخانه يي فدراسیون مشر محمد انور جګدلک کوي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې سرپرست مشر محمود حنیف په غونډه کې وویل، دا سر په سر دویم ځل دی، چې د افغانستان زورخانه يي ملي لوبډله د دې لوبې په نړیوالو سیالیو کې لوبېږي.
د حنیف په وینا، د سږکال په زورخانه يي نړیوالو سیالیو کې د افغانستان څخه ۹ کسیزه ډله برخه اخلي، چې ۷ لوبغاړي د خپلو سیالانو په وړاندې لوبې وکړي.
د المپیک ملي کمېټې ځای ناستي مشر د اندونیزیا په کوربتوب نړیوالو زورخانه يي سیالیو ته د افغان لوبډلې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ.
ګډون کوونکو لوبغاړو هم ۶م پړاو زورخانه يي سیالیو ته د خپلو تیاریو ډاډ ورکړ او د اتلولۍ ګټلو ټټر یې ووهلو.
د اندونیزیا په کوربتوب د زورخانه يي په نړیوالو سیالیو کې له ۸۴ هېوادونو څخه د دې لوبې غوره لوبغاړي برخه لري.
دغه سیالۍ سبا (چهار شنبه) د اکتوبر میاشتې په ۵ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۲ مې نېټې به د ۷ ورځو له پاره روانې وي.