
د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې رییس محمودشاه حبیبي وایي، افغانستان په لومړي ځل د هواپېژندنې سپوږمکۍ او د تودوخې معلومولو ځمکنیو مرکزونو سره تړل کېږي. دغه سیستم به د هوا وړاندوینې او معلومولو په شمېرو کې د ګډوډۍ او توپیر مخه ونیسي.
د ښاغلي حبیبي په وینا، د هوا پېژندنې او وړاندوینې به سیستم کې ۸۰ کارکوونکي روزل شوي.
د ملکي هوایي چلکند ادارې رییس محمود شاه حبیبي زیاتوي د اندازه کولو او شمېرو راټولولو سیستم هم جوړ شوی او دغه سیستم کولی شي هر کال راټول کړي معلومات له ارزونې وروسته نورو بنسټونو ته ورکړي.

د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې رییس په وینا، دا سېستم د دې وړتیا لري چې حتا په یوه ولسوالۍ کې هم د هواپېژندنې وړاندوینه وکړي.
په ورته وخت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر نجیباقا فهیم وايي، د افغانستان د هواپېژندنې او وړاندوینې سېستم د طبیعي پېښو د چمتووالي په پروګرامولو کې ډېر ګټور دی او دا به د دې سبب شي چې حکومت له مخکې نه د وچکالۍ، سلاېبونو او نورو طبیعي ناورینونو نه د مخنیوي لهپاره چمتووالی ونیسي.
ویل کېږي چې تېر کال ۳ زره افغانانو د سېلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.





