د افغانستان ختیځ او جنوب کې هم د سولې او پښتون ژغورنې خېمې ودرېدلې

له هلمند او کابل وروسته نن په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې ولسي خلکو او مدني ټولنو د سولې او عدالت غوښتنې خېمې ودرولې او په ورته مهال یې له فرضي کرښې هغې غاړې ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ ملاتړ اعلان کړ.

ننګرهار، کونړ، کندهار، ارزګان، زابل او ځېنو نورو سیمو کې ولسي خلکو پر افغان خاورې د روان ناورین پای ته رسولو غوښتنه وکړه او دغه راز یې پر وسله‌والو ډلو د اوربند غږ هم وکړ.

په ننګرهار کې د سولې او حق‌غوښتنې خېمې ګډونوالې او مدني فعالې مقدسې احمدزۍ په‌خپلو خبرو کې پر وسله‌والو ډلو او نړۍوالو غږ وکړ چې په لر و بر افغان وطن کې دې نور نسل وژنې ته د پای ټکی کېږي.

اغلې احمدزۍ د یوې افغانې پېغلې په توګه وسله‌والو ډلو او نړۍ‌والو نه په‌‌خپل پلو کې د سولې غوښتنه وکړه.

مدني فعال انجینیر اباسین بهیر د سولې او حق‌غوښتنې د خېمې درولو موخه په لر و بر افغان وطن کې د سولې راتلو تر څنګ خلکو ته د خپلو حقونو ورکول ګڼي.

هغه وویل، جنګ کې ښکېلې غاړې دې سوله وکړي.

دی له سرتېري او طالب څخه پاتې شوې کونډې دواړه د دې ولس د غمیزې تسلسل بولي او وايي او پر طالبانو غږ کوي چې د حکومت د سولې وړاندیز ته ښه راغلاست ووایي او د اوربند له لارې د خبرو لړۍ پیل کړي.

هغه دغه راز د ولسونو په استازولۍ پر دولت هم غږ وکړ چې په ختیځو ولایتونو کې په لوړه کچه اداري اصلاحات راولي، د ځايي زورواکانو انحصار دې مات او د دوی رول دې پای ته ورسوي.

ښاغلي بهیر وویل، د دې خېمې له لارې یې ختیځو سیمو کې د کلدارو بندښت د غوښتنو لومړیتوبونو کې دی او دغه راز یې ختیځو ولایتونو کې د یو شمېر ځنډول شویو پروژو د سرته رسونې او د نویو پروژو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

د غونډې یوه بل ګډونوال ایمل څړوال هم پر وسله‌والو ډلو د اوربند غږ وکړ او له نړۍوالو یې غوښتنه وکړه چې په وسله‌والو پسې د هغوی مرکزونو ته ورشي.

پر ننګرهار سربېره په ختیځ کونړ، جنوبي ولایت کندهار، رزګان، زابل او د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم د سولې او حق‌غوښتنې خېمې درول شوې‌دي.

کندهار کې ورزشي سټډیوم ته نږدې لسګونه مدني فعالانو او ځوانانو درول شوې خېمه کې هم له وسله‌والو ډلو غوښتنه وکړه چې روان جنګ ودروي او د سولې خبرو ته رامخکې شي.

کندهار کې د سولې د درول شوې خېمې یو سمبالګر ناصر مبارز وايي، خېمه کې راټول شوي کسان ټول ولسي خلک دي او موخه يې په جګړه کې له ښکېلو غاړو د سولي هیله ده.

د ننګرهار، کونړ، کندهار، زابل، رزګان او میوند ولسوالۍ پرلتوال وايي، د سولې او حق غوښتنې دا لګولې خېمې به تر هغې ولاړې وي چې غوښتنې يې نه وي منل شوي.

په دې ټولو ولایتونو کې ولسي خلکو، ځوانانو او مدني فعالانو له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ او د یاد غورځنګ له لوري پېښور کې د نننۍ لویې غونډې ملاتړ هم کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام