د افغانستان او سوریې ترمنځ فوټبال لوبه مساوي پای ته ورسېده

 

د افغانستان تنکیو ځوانانو ۱۶ کلنې او د سوریې فوټبال لوبډلو ترمنځ د فوټبال نړېواله لوبه په "دوه، دوه" ګولونو برابره پای ته ورسېده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سیالۍ بېګا شپه د کوېټ په کوربتوب ترسره شي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی ګول د لوبې لومړۍ نیمایي په ۲۸ مه دقیقه کې ترسره کړ، چې د همدې لومړۍ نیمایي په اضافه دقیقه کې د سوریه لوبډلې بېرته جبران کړ او لوبه د لومړۍ نیمایي ترپایه په یوه یوه برابره شوه.

د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه زیاتوي، چې د دویمې نیمایي په ۵۶ مه دقیقه کې یوځل بیا افغان لوبډلې د ګول په ترسره کولو سره د سیالۍ سوریه لوبډلې خلاف ۲ د ۱ پر وړاندې مخکیوالې ترلاسه کړ، خو دغه مخکیوالې هم افغان لوبډلې و نه شو ساتلی.

خبرپاڼه کې راغلي، سوریه لوبډلې یو ځل بیا په افغان ګول بریدونه وکړل، چې د لوبې په ۷۲ مه دقیقه کې یې د افغانستان مخکیوالی پای ته ورسوه او د افغان لوبډلې په څیر یې دویم ګول ترسره کړ.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې دواړو لوبډلو د لوبې قانوني وخت ترپایه د ګول کولو هڅې وکړې، خو پایله یې نه لرله او په پای کې دواړه لوبډلې د روانو سیالیو په لومړۍ لوبه کې په برابرې پایلې سره سلا شوې.

د یادونې وړ ده، چې د اسیا ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالیو ته ټاکنیزپړاو سیالیو کې د (ایف) ګروپ لوبې تیره شپه په کویټ کې پیل شوې.

په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ سوریه، سریلانکا او کوربه کویټ لوبډلې برخه لري، چې ټاکل شوې ده  افغان لوبډله به سبا ماښام ۸ بجې له کوربه کویټ ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام