وسله والو له ۱۷۰ تنو زیات کسان د مالي هېواد پلازمېنې باماکو کې د رادیسون په سیمه کې په یوه هوټل کې یرغمل نیولي دي.
د راپورونو له مخې دغه برید نن ورځ (جمعه) شوی دی او وسله وال بریدګر له ۱۰ تنو زیات وو.
دغو وسله والو کسانو ۱۴۰ تنه مسافرین او نور یې د هوټل کارکوونکي یرغمل نیولي دي.
ویل کیږي، چې وسله والو نقابونه په مخ کړي و او د تورو سیاسي پلېټ لرونکو موټرو په وسیله هوټل ته را دننه شول او په ډزو یې پیل وکړ.
په دغه هوټل کې د لویدیځو هېوادنو سوداګر او په مالي کې مېشت فرانسوي نظامیان اوسیږي.
راپورونه وايي، چې تر اوسه پورې ۵ تنه وژل شوي دي او لا هم د مالي هېواد امنیتي ځواکونو او دغو وسله تر منځ نشته روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې داعش ډلې ته منسوبو کسانو د فرانسې مرکز پاریس کې په اوو سیمو کې بریدونه وکړل.
په دغو بریدونو کې ۱۲۵ تنه ووژل شول او ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول.