د اسټرالیا ګرانډ سلام ټینس سیالۍ نیمه‌پای لوبو ته ورسېدلې

د اسټرالیا په ملبورن کې روانې سیالۍ د همدې کال تر ټولو سترې ګرانډ سلام ټینس سیالۍ په زړه‌پورو سیالیو او پایلو وروسته نیمه‌پای لوبو پړاو ته ورسېدلې.

د نارینه برخې لوبو کې سویسي راجرفیډرر، ویورینکا، رفل نیډال او دیمیتروف خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او پنځم پړاو ته ورسېدل.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، لوسي بروني له ۱۸ کالو انتظار وروسته د ګرانډ سلام ټینس سیالیو نیمه‌پای لوبو ته ورسېده.

د نوموړي ترڅنګ سرینا ویلیمز، وینس ویلیمز او وینډیواګي هم خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او سیمي‌فاینل ته یې لاره پیدا کړه.

د ورکړل شوي مهال‌وېش له مخې، به د ټینس نړۍ پخواني څو ځلي اتل او اوس‌مهال ۱۷ م مقام لرونکي سویسي راجرفیډرر به نیمه‌پای لوبه کې د خپل هېوادوال ۴م مقام لرونکي سټیلیس ویورینکا پر وړاندې ولوبېږي.

دغه راز په دویمه نیمه‌پای لوبه کې به ۱۵ م مقام لرونکی د یمیتروف له ۹ م مقام‌ لرونکي پخواني اتل هسپانوي رفل نیډال سره فاینل ته د رسېدو له‌پاره لوبه وکړي.

دغه راز په ښځینه برخې نیمه‌پای لوبو کې چې ۳ امریکایۍ لوبغاړیو په کې ځای خپل کړی؛ سرینا ویلیمز له کروشیایۍ لوسي بروني سره او وینس ویلیمز له خپلې هېوادوالې وینډیواګي سره په دویمه نیمه‌پای لوبه کې د لوبې ډګر ته ووځي.

د اسټرالیا په کوربتوب د روان ۲۰۱۷ کال په سترو ګرانډ سلام ټینس سیالیو کې د ټینس نړۍ مشهوره ښځینه‌وو او نارینه‌وو لوبغاړیو برخه اخیستی وه، چې په ښځینه برخه کې کارولاین وزنیاکي او جونا کونټا په څېر خو په نارینه برخه کې بیا لومړی شمېره لوبغاړي سربیایي نواک جاکویک او انګلستاني سر انډي موري مخکې تګ جاري ونه‌شو ساتلی او د ماتو په خوړلو سره له مخکې تګه پاتې شول.

د یادونې وړ ده، چې د روانو ټینس سیالیو نارینه او ښځینه اتلان به څه باندې ۲ میلیونه ډالر جایزې واخلي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام