د سنتي موسیقۍ غږونکی او جوړونکی عبدالرشید سروري، چې په "استاد ماشیني مشهور" دی او نږدې ۵۰ کاله يې په دې برخه کې یې کار کړی دی.
د احمد ظاهر " خدا بود یارت، قرآن نگهدارت" نامتو سندرې موسیقۍ استاد عبدالرشید سروري جوړه کړې ده، خو دغه نامتو استاد څو میاشتې کیږي، چې د وزیر اکبر خان په روغتون کې د شکر ناروغۍ له امله بستر دی.
ماشینې استاد په داسې حال کې خبرې کولې، چې له سترګو یې اوښکې روانې وې.
هغه وايې، چې حکومت ورته هیڅ راز پاملرنه نهده کړې.
نوموړي زیاته کړه:" په راډیو کې مې څه کم ۵۰ کاله رباب ووهلو، سرنده مې وغږوله، کمپوز مې جوړولو. سراهنګ، استاد رحیم بخش، استاد عمر هم راډیو ته راتلل ".
دغه هیر شوی هنرمند وایي، چې غږول یې په ۱۲ کلنۍ کې له خپل پلاره له دري استاده زده کړي دي.
ماشینی زیاتوي، چې د نورو مشهورو سندرغاړو لکه د نغمې، قمرگلې، افسانې، ننگیالي او سرمست سندرې یې هم جوړې کړي دي.
د هغه کور په تنظیمي جګړو کې ویجاړ شوی دی او په دې جګړو کې يې ۲۱ کلن زوی هم وژل شوی دی.
دی او اوس په هغه کور کې، چې د خپلوانو لهخوا ده ته ورکړل شوې ژوند کوي او د خلکو په مرسته خپل ژوند تېروي.
یو وخت وه، چې ټولو هنرمندان د خپلو سندرو د جوړولو لهپاره استاد ماشیني ته ورتلل، خو اوس چې هغه د ناروغۍ په بستر کې ده، نو له هغو هنرمندانو هیڅ خبر نهشته.
د ماشیني په خبره د هغه د ناروغۍ لګښت د روغتون ډاکتران ورکوي.
دغه هنرمند له حکومته غواړي، چې د ده له پاره یوه سرپنا ورکړي ترڅو خپل پاتې عمر په ارامۍ سره تیر کړي.
د ماشیني استاد ډاکتر وایي، چې د ده ناروغي د ښه کیدو په حال کې ده او ډیر ژر به خپل کور ته ستون شي.