دولت ځدران : اوس مهال د خپل کرکټ اوج ته رسیدلی یم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تیزبالر دولت ځدران وایي، چې اوس مهال له خپل بالینګ او کرکټ څخه پوره خوند اخلي.

دولت ځدران چې پرون( دوشنبه) یې د زمبابوې خلاف د ۳ مهمو لوبغاړو اوټ کولو وروسته د لوبې غوره جایزه ترلاسه کړه په رسنیزه غونډه کې له خپل بالینګ رضایت وښود.

د نوموړي په وینا، چې په اوسني وخت کې د خپل بالینګ په بهترینه ریدم او فارم دې کې دی او غواړي، چې دغه لړۍ دوامداره وساتي.

دولت ځدران خبریالانو سره په خبرو کی زیاته کړه، چې هڅه به وکړي د راتلونکې سیالۍ کې هم د خپلې ملي لوبډلې په ګټه د پخوا په څیر ښکلی بالینګ وکړي او روان سفر په اتلولۍ پاې ته ورسوي.

دولت ځدران د زمبابوې په روان سفر کې د شاپور ځدران او حمید حسن په نشت کې د افغانستان تیزبالینګ اټیک په ښکلې توګه په غاړه اخیستی دی.

نوموړي تراوسه په ترسره شویو ۶ رسمي سیالیو کې په ۱۲ ویکټو اخیستلو  د روان سفرتر ټولو مخکښه بالرشمیرل کیږي.

نه یواځې په بالینګ کې بلکې دولت ځدران د اړتیا په وخت کې د زمبابوې په روان سفر کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه بیټ لاس کې واخیست او د یو ورځنیو سیالیو پرمهال ېې ټولټال په ۶۱ منډو د افغانستان له خوا شپږم مخکښه بیټسمین و.

تیز توپ اچوونکی دولت ځدران افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د کورنیو کرکټ سیالیو څخه غوره شو، چې د ۲۰۱۱ کال په اګست میاشتې کې د لومړي ځل له پاره افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د کاناډا سفر ته ولیږل شو.

دولت ځدران اوس مهال ۲۷ کاله عمر لري چې زیاتره د کرکټ مینه وال او کارپوهان یې دبالینګ کولو انداز د پاکستان مشهوره تیزبالر وقار یونس ته ورته بولي.

 تراوسه یې ۳۴ یو ورځنیو سیالیو۱۸ شل اوریزه او ۶ فرسټ کلاس لوبو کې د افغانستان په ګټه لوبې ترسره کړي او په ټولیزه توګه یې له ۱۰۰ پورته لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړی د حمید حسن او شاپورځدران ترڅنګ دریم هغه بالر دی، چې په دوامداره توګه له ۱۴۰ پورې سرعت کې بالینګ کوي او له همدې کبله یو کامیابه بالر شمیرل کیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام