دوستم ته د لويې څارنوالۍ خبرداری

د افغانستان لویه څارنوالي د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته خبرداری ورکړ، که يې دوستم مکتوبونو ته ځواب و نه وايي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

د هېواد لویه څارنوالي سلام‌وطندار ته وویل، چې دوی د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د جوزجان پخواني والي د جنسي تورونو قضیه نه ده هېره کړې او څېړنې روانې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د پورته ویناوو د څرګندولو ترڅنګ زیاتوي، چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته یې د احمد ایشچي  دوسیې په تړوا مکتوبونه لیږلي دي.

دی زیاتوي، که د دغو مکتوبونو په اړ دوستم لویې څارنوالۍ ته ځواب ونه وايي څېړنیز پلاوی به د احمد ایشچې دوسیه د قانون له مخې وڅېړي.

د ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او ساتونکو يې یوه میاشت مخکې تورنه لګلیدلي وو، چې د جوزجان پخوانی والي احمدخان ایشچي یې له جنسي پلوه زورولی و، چې دې پیښې په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه درلودل.

اروپايي ټولنې او د نړۍ بېلابیلو هېوادو  ددې پېښې څېړلو غوښتنه وکړه، چې په دې سره د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم نوم د ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو پر سرخط بدل شو.

اوس چې د یادې پېښې شاوخوا یوه میاشت تېریږي، لویه څارنوالي یې په اړه وايي چې د دوستم په پته يې مکتوبونه لیږلي، خو تر دې دمه يې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

 د رسولي پروینا، په دې وروستیو ورځو کې يې ایشچې د ادعا په اړه یو پلاوی د پلټنو په موخه جوزجان ولایت ته لیږلی و.

د لویې څارنوالۍ ویاند رسولي زیاتوي، چې د احمد ایشچي دوسیه به په جدي توګه وڅېړل شي.

حقوق پوه عبدالکبیر رنجبر وايي، چې د هېواد جزايي اجرا اتو قانون له مخې که تورن ځواب ویلو ته حاضر نه‌شي محکمه کولای شي چې په غیاب کې يې پرېکړه وکړي.

 دوه ورځې وړاندې د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د یوې خبري غونډې پرمهال د دوستم او احمد ایشچې د دوسیې پرڅېړلو ټینګار وکړ.

ومو غوښتل چې د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته د لویې څارنوالۍ لیږل شویو مکتوبونو په تړاو د جنبش ګوند نظر هم ولرو خو ددغه ګوند کوم غړی خبرو ته چمتو نه‌شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام