پر فراه ښار د طالبانو له ډلهییز برید وروسته د هېواد دفاع وزیر طارق شاهبهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د فراه امنیتي وضعیت څېړلو لهپاره دغه ولایت ته تللي وو.
د دفاع وزیر جنرال طارق شاهبهرامي له ځايي چارواکیو او د فراه ولایت له اوسېدونکیو سره په خبرو کې وویل د فراه جګړه د اوبو مدیریت پر سره جکړه ده. بهرامي د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو ټینګار يې وکړ چې په افغانستان کې د سلما بند په څېر د اوبو بندونو له جوړېدو وروسته ځېنې ګاونډي هېوادونه اندېښنه لري او هڅه کوي د لوېدیځو سیمو په ناامنه کولو سره خپلو موخو ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې متحده ایالتونه د روان کال تر جولای میاشت پورې افغان ځواکونو ته ۵۰ پرونده بلکهاک چورلکې ورکړي چې د مخالفینو په ځپلو کې به ګټورې تمام شي.
ورته وخت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، طالبانو د ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ پر فراه ښار برید کړی دی. زیاتوي، فراه به هېڅکله هم د طالبانو لاس ته ورنهشي.
دغهراز د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم ټینګار وکړ، کومو مسوولانو چې د فراه په جګړه کې ناغیړي کړي وي مجازات به شي او د پولیسو په لیکو کې به اصلاحات رامنځ ته کړي.
ستانکزی وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو د نشهيي توکیو تولید کارخانو له ویجاړولو وروسته چې ګټه یې مخامخ طالبانو ته رسېدله؛ دغې ډلې پر فراه ښار د برید په لړ کې غوښتل چې د نشهيي توکیو سوداګرۍ لهپاره دغه ولایت کې مرکزونه جوړ کړي.