د کوچني اختر په شپو او ورځو کې چې افغان دولت او طالبانو اوربند کړی و زیات شمېر طالبان د دولت تر ولکې لاندې کلیو او ښارونو ته راستانه شوي وو.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش سلاموطندار ته وویل چې د حکومت او طالبانو ترمنځ دا ختر په مناسبت له اوربنده په استفادې ښارونو او کلیو ته راغلي ډېر طالبان بېرته د جګړې لیکو ته نه دي ستانه شوي.
د ښاغلي رادمنش په وینا د اختر په شپو او ورځو کې شاوخوا ۲۴۰۰ طالبان د دولت تر ولکې لاندې کلیو او ښارونو ته تللي وو او خپلې وسلې یې د ښارونو په دروازو کې پرېښې وې، چې نږدې نیمایي یې لاهم د دولت تر ولکې لاندې کلیو او ښارونو کې پاتې شوي خو دوی یې کره شمېره نهلري.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند ډاډ ورکوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د راغلیو طالبانو او هم د عامو خلکو امنیت ته جدي پام کوي.
په همدې حال کې د سولې عالی شورا ویاند سید احسان الدین طاهري هم سلاموطندار ته وویل د اختر په درېیو ورځو کې له اوربنده په استفادې ښارونو ته راغلي ډېر طالبان بېرته د جګړې لیکو ته نه دي ستانه شوي خو ښاغلي طاهري ته هم د هغوی کره شمېر معلوم نه دی.
د سولې عالي شورا ویاند وایي دوی د راغلیو کسانو هرکلی کوي او په وینا یې حکومتي بنسټونه د سولې او ملي ټیکاوو پروګرام په چوکاټ کې دنده لري چې دوی په ټولنه کې ورګډ، د کار او نورې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.