د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، بهرنۍ رسنۍ غواړي چې د افغان ځواکونو د تلفاتو په باب هغه شایعات خپاره کړي، چې حقیقت نه لري.
نن سهار (اګست ۱۵مه) د امريکايي ټلویزيون له لوري راپور خپور شو، چې په تېرو ۳ کلونو کې ۱۳ زره افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي.
د متحده ایالاتو (اې، بي، سي) په نوم ټلویزيون په خپل خپور شوي راپور کې ویلي، چې دغه افغان ځواکونه له طالبانو او نورو وسله والو سره په بېلابېلو جګړو کې وژل شوي.
د امریکا د اې بي سي نیوز په خپل راپور کې کاږي، چې د افغان ځواکونو تلفات به لا هم زیات شي.
د دوی موندنې ښودلي، چې د تېر کال په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو په تلفاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
د ياد وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دی دغه راپور په کلکه ردوي او د افغان ځواکونو د تلفاتو دقیقه شمېره دومره نه ده.
که څه هم نوموړي افغان امنيتي ځواکونو ته د اوښتو زيانونو کره شمېره په ډاګه نه کړه، خو و يې ويل، چې د امريکايي ټلویزیون له لوري د افغان ځواکونو د تلفاتو په باب دغه شمېره مبالغه ده.
دولت وزیري د سلام وطندار خبریال ته وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله افغان ځواکونو ته زیات تلفات اوښتي، خو دا شمېره هم دوی ته د منلو وړ نه ده.
هغه افغان ځواکونو ته د اوښتو زيانونو عمده لامل د عملياتو په رهبري کې بولي.
د متحده ایالاتو (اې، بي، سي) په نوم ټلویزيون د خپل خپور شوي راپور په دوام کې ليکلي، چې دغه افغان ځواکونه له طالبانو او نورو وسله والو سره په بېلابېلو جګړو کې وژل شوي.
د امریکا د اې بي سي نیوز په خپل راپور کې کاږي، چې د افغان ځواکونو تلفات به لا هم زیات شي.
د دوی موندنې ښودلي، چې د تېر کال په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو په تلفاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د (اګست په۱۴مه) د پنتاګون له لوري هم د افغان امنيتي ځواکونو د وژلو شويو سرتېرو د شمېرې په اړه راپور خپور شو.
د امريکا دفاع وزارت یا پنتاګون ویلي، چې د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د جولای تر ۳۱ مې پورې ۴۳۰۲ افغان ملي امنیتي ځواکونه له وسله والو سره په بېلابېلو نښتو کې وژل شوي.
پنتاګون کاږلي، چې همدارنګه په تېرو اوو میاشتو کې ۸۰۰۹ نور افغان ځواکونه له طالبانو او نورو وسله والو مخالفيتو سره په جګړه مې ټپیان شوي دي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۳۶ زیات دي.
د دوی د راپور پر بنسټ دا شمېره د افغانستان امنیتي ځواکونو د معتبرو سرچينو له لوري دوی ته ورکړل شوي دي.
په دغه شمېره کې ملي اردو، ملي پولیس، هوايي ځواک او افغان سیمه ییز پولیس شامل دي.
هېره دې نه وي، چې تېر کال ۳۳۳۷ تنه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۵۷۴۶ نور ژوبل شوي ول.
پټه دې پاتې نه وي، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې ۲۲۱۵ امریکايي پوځیان د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د وسله والو سره د نښتو له امله وژل شوي او ۲۰۰۲۷ نور يې ټپيان شوي دي.
داسې تحلیلونه هم کيږي، چې په سږني جنګي فصل کې وسله وال طالبان تر خپلې وسې هم یو څو ګامه ور اخوا د افغانستان د ځينو سيمو د نيولو هڅې وکړې، خو ليدل کيږي، چې د دوی هڅې ناکامېو سره مخ شوي او وروسته له دوه یا درېیو ورځو نيول شوي سيمې افغان ځواکونو ته پرې ايښي دي.