دایکندي کې د سړک‌غاړې ماین‌چاودنې ۸ ملکي وګړي وژلي

د دایکندي د ناوه‌مېش ولسوال حاجي بال‌خان سلام‌وطندار ته وايي، مسافروړونکی فلانکوچ ډوله موټر – چې له دایکندي څخه کندهار ته روان و ـ د ناوه‌مېش ولسوالۍ بازار ته نږدې د سړک‌غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې.

د ښاغلي بال‌خان په خبره، په‌دې چاودنې کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

ده وویل، دغه ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی‌و او د چاودنې قرباني شوي کسان، د دایکندي د ناوه‌مېش، کیتي او خدیر ولسوالیو اوسېدونکي دي.

د سړک‌غاړې ماینونو ځای پرځای کول دې وروستیو کلونو کې د طالبانو له جنګي تاکتیکونو څخه دي؛ خو دغه ماین چاودنې تل ملکي وګړي قرباني کوي.

وسله‌والو طالبانو تر دامهاله د دې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام