د دایکندي د شهرستان ولسوالۍ په فیضاباد کلي کې ۱۲کلن اللهنور هغه څوک وو چې یوه اوونۍ مخکې د انسانتښتوونکیو له لوري وتښتول شو او ووژل شو.
د دایکندي امنیه قوماندان غلام سخي غفوري وایي، د اللهنور جسد پرون له یوې ۶ متره ژورې څاه نه پيدا شوی او کورنۍ ته یې سپارل شویدی.
د ده په خبره، انسانتښتوونکیو د اللهنور د خوشې کولو په بدل کې پيسې غوښتې وې.
د ښاغلي غفوري په وینا، د اللهنور د قتل په تور دوه تنه نیول شوي او په جرم یې اعتراف کړیدی.