دايکندي کې طالبانو يو روغتيايي مرکز له منځه وړی

د دايکندي ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د ياد ولايت د کجران ولسوالۍ په «سلمنجي» سيمه کې يوه روغتيايي مرکز ته اور اچولی دی.

د ياد ولايت د عامې روغتيا رييس اسحاق‌علي درمان سلام‌وطندار ته وويل، ياد مرکز کې له ۱۵۰۰ نه تر ۳۰۰۰ کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کېدل.

د نوموړي په وينا، څرنګه چې دا سيمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده خو يادې ډلې سره يې د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو هوکړه لاسليک کړې وه.

د دايکندي د ولايتي شورا غړی غیرت‌علي جواهري وايي چې طالبانو اول ياد روغتيايي مرکز ته اور اچولی او بيا يې په ماينونو الوځولی او بشپړ يې له منځه وړی دی.

د جواهري په وينا، اوس مهال طالبان مناره، سيداباد، سلمنجي او د کجران ولسوالۍ په يو شمېر نورو سيمو کې فعاليت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام