داعش په ازبیکي ژبې هم راډيوي خپرونې پېل کړې

له ننګرهار ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي، چې اوس د داعش ډلې په دغه ولایت کې په ازبیکي ژبې هم نشرات پېل کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ دغه نشرات په ورځ کې درې  وارې وي یعنی له سهار ۷:۳۰ بجې پېليږي او تر ۸:۳۰ پورې، همدارنګه ماښام هم په وقفه يي ډول دوه ساعته خپرونې لري.

د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد سلام وطندار ته د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، چې اوس د داعش ډلې د پښتو او فارسي ژبو ترڅنګ په ازبیکي ژبې هم نشرات پېل کړي دي.

د شینوارو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی قیوم شینواری هم تاییدوي، چې اوس دوی د داعش راډيو له لارې  په ازبیکي ژبې هم خپرونې اوري.

دی وايي، چې دوی د " خلافت زمریانو " په نوم خپرونه کې له ازبیکي ژبو جنګیالیو سره مرکې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې افغان حکومتي چارواکو په ننګرهار ولایت کې د داعش راډيو د ویجاړېدو خبر ورکړ، خو د دغه راپور څخه داسې ښکاري، چې دوی یوځل بیا راډیويي نشرات پېل کړي او دا ځل يې په یو داسې تغیر، چې د افغانستان د پښتو، فارسي ژبو ترڅنګ يې ازبیکي ژبې ته هم ځای ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام