د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي له سلاموطندار سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې د ښوونکیو د ظرفیت لوړولو پروګرامونو او اړتیاوو له مخې یې د دارالمعلمینونو په ماهیت او دندو کې بدلونونه راوستي دي.
د بلخي په وینا، د دغو بدلونونو له مخې به دارالمعلمینونه تر راتلونکیو ۱۰ کلونو د کانکور له لارې زدهکړیالان نه نیسي او د پوهنې په چوکاټ کې به د ښوونکیو د ظرفیت لوړولو لپاره هڅې وکړي.
نوموړی وايي، پوهنې وزارت به د ښوونځیو لپاره هغه کسان ونیسي چې ت لیسانس تر کچې لوړې زدهکړې ولري.
د پوهنې وزارت سرپرست د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سیدجمالالدین دارالمعلمین د ښوونکیو برخلیک به څنګه کېږي او دغه راز د هغوی اعتراضونه به پای ته ورسېږي او کهنه، وویل، اړوندو چارواکیو او بنسټونو سره له څېړنو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې تر راتلونکیو لسو کلونو لږ تر لږه د دارلمعلمینو، په ځانګړې توګه د سیدجمالالدین افغان دارالمعلمین ظرفیت لوړولو لپاره هېڅ پروګرام و نهلري.
په پوهنتون د سید جمالالدین افغان د دارالمعلمین بدلېدو موضوع څېړلو لهپاره کمېټه ګومارل شوې
د سمستر ازموینې او د لوګر د عالي دارالمعلمین تړل کېدل
د بلخي په وینا، د وري میاشتې په پیلېدو سره به د سیدجمالالدین افغان دارالمعلمین درسي پروګرام په عادي ډول پیل شي.
د پوهنې وزارت سرپرست وايي، اوس د پوهنې وزارت ۷۰ زره ښوونکي چې له دولسم ټولګي فارغ شوي، ظرفیت لوړولو ته اړتیا لري او د ښوونکیو ظرفیت لوړولو پروګرام د دارالمعلمینو له لارې عملي کېږي.