خوست کې تر ۲ زرو ډېر ماشومان شاقه کارونه کوي

د خوست د کار او ټولنیزوچارو رییس احسان ځدران وایي، د دوی د موندنو له مخې د خوست په مرکز او دوو ولسوالیو کې ۲۱۲۰ ماشومان شاقه کارونه کوي.

د نوموړي په وینا، د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې یې سروې کړې نه‌ده او په بشپړېدو سره یې کېدای شي دا اوسنۍ شمېرې څو برابره لوړې شي.

د ځدران وايي، د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو نوملړ جوړوي چې په‌دې ولایت کې شاقه کارونه کوي. دی زیاتوي، دا نوملړ بیا د کار او ټولنیزوچارو وزارت له لارې بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره شریکوي چې له مخې به یې پر ماشومانو د شاقه کارونو مخنیوي ‌له‌پاره په ګډه کار وکړي.

په همدې حال کې هغه ماشومان چې شاقه کارونه کوي وايي، د کور سرپرست نه‌لري او اړ دي چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو له‌پاره شاقه کارونو ته مخه کړي.

د مالوماتو له مخې دا تر ډېره هغه ماشومان دي چې پلار، ورور یا د کورنۍ بل مشر یې په هېواد کې د روانې ۱۷ کلنې جګړې له کبله وژل شوي، معلول یا هم تري‌ تم دي.

دغه ماشومان په ښار کې سوال یا هم په خپلو تنکیو لاسونو شاقه کارونه کوي.

د دغو ماشومانو له ډلې عبدالخالق او سردارولي چې باید د نورو ماشومانو په څېر زده‌کړې وکړي، د موټرو په سرای کې درانه کارونه کوي.

دوی وايي، د فقر او بې‌وسۍ له کبله ترې ښوونځی پاتې دی او دلته ورته په اوونۍ کې ۱۵۰ افغانۍ ورکوي چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې یې نه‌پوره کوي.

د دوی ترڅنګ داسې ماشومان هم شته چې تر نیمې ورځې شاقه کارونو ترڅنګ، ښوونځي ته هم ځي. دوی وايي، له تېرو ۴ کلونو راهیسې همدا درانه کارونه کوي او د ښوونځي ترڅنګ یې ځکه دې کارونو ته مخه کړې چې وېرېږي، تر فراغت وروسته به کار ونه‌ مومي.

دغه ماشومان زیاتوي، که تر زده‌کړو وروسته ورته کار پیدا نه‌شي، کسب خو به یې زده وي چې په وسیله یې د ژوند چارې پرمخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوه راپور له مخې اوس‌مهال په هېواد کې نږده ۲ میلیونه ماشومان شاقه او سخت کارونه کوي چې سن یې له ۱۰ تر ۱۵ کلونو ښودل شوی و.

د کار او ټولنیزوچارو وزارت هم د یاد کمېسیون دا راپور منلی وو او ټینګار یې کړی و چې پر ماشومانو د شاقه کارونو کموالي له‌پاره پر یوه ستراتيژیک پلان کار کوي چې له کبله به یې اوسنۍ شمېره څه‌ناڅه راکمې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام