خوست کې تازه قومي پرېکړه؛ یا ښوونځی، یا ۱۰۰ زره جریمه

د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال په لومړي ځل پر خلکو زده‌کړې جبري شوې او له سرغړوونکیو به یې نغدي جریمه اخیستل کېده چې له هغه وروسته هم په ځینو سیمو کې دې لړۍ دوام وکړ، خو د جګړې له کبله ډېر شمېر افغانان نه یوازې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شول، بلکې مینه یې هم ورسره کمه شوې وه، خو په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې یو ځل بیا زده‌کړو ته مخ کړې او په دې برخه کې د پام وړ بدلون هم راغلی دی.

تازه د خوست په دوه‌منده ولسوالي کې چې د زده‌کړو له پلوه د دغه ولایت د نورو ولسوالیو په پرتله وروسته پاتې بلل کېږي، د سیمې د شورا له لوري پر ځوانانو زده‌کړې جبري شوي او که څوک یې نه کوي، یادې شورا ته به ۱۰۰ زره افغانۍ جریمه ورکوي.

د دغې ولسوالي د کوتخېلو شورا او سمون ټولنې له لوري په یوه خپاره شوي پرېکړه‌لیک کې لیکل شوي: «که د کوتخېلو کلي هغه اوسېدونکي چې عمرونه یې له ۵ تر ۲۰ کلونو پورې وي، زده‌کړو ته لاړ نه شي، یادې شورا ته به یو لک افغانۍ جریمه ورکوي او د کلي په ښه او بده کې به د کلیوالو له مرستې بې‌برخې کېږي.»

د کوتخېلو شورا مشر حاجي صابرجان او یوه بل غړي احمدالله افتاب سلام‌وطندار ته ویلي، په دوه‌منده ولسوالي کې د عامه پوهاوي نشتوالي له کبله بې‌شمېره ځوانان له زده‌کړو بې‌برخې شوي او همدا لامل دی چې د کلي شورا یاده پرېکړه وکړه، څو ځوانان یې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه شي.

د دوی په وینا، زده‌کړې په هېواد کې د روانو بدمرغیو د پای او د خلکو د ژوند ښه‌ کېدو یوازینی لامل دی چې که په خپله خوښه یې څوک نه کوي، باید ورته وهڅول شي او بیا پرې جبري هم شي.

د کوتخېلو شورا غړي زیاتوي، که څه هم دوی غوښتل چې په پرېکړه‌لیک کې په نجونو هم د زده‌کړو کول جبري کړي، خو له دې وېرې یې دا کار یوازې په هلکانو جبري کړ چې هسې نه، کلیوال یې په تړاو د ټولنیزو دودونو له کبله ورسره حساسیت وښيي او دا به د هلکانو د زده‌کړو مخنیوي لامل هم شي.

خو په دوه‌منده کې د ځوانانو د سمون ټولنې یو غړی شاکرالله د یاد پرېکړه‌لیک صادرولو په اړه د خوښۍ تر څنګ وايي، زده‌کړو ته د ځوانانو مخه به د دې لامل شي چې کلیوال یې خپلې لوڼې او خویندې هم زده‌کړو ته ولېږي.

نوموړی باور لري چې د سیمې د مشرانو او دیني عالمانو په مټ به یاد پرېکړه‌لیک عملي او ټول ځوانان به یې د زده‌کړو په ګاڼه سمبال شي.

په همدې حال کې د خوست د پوهنې رییس نصیراحمد روښان وايي، د عامه پوهاوي له برکته اوس د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې خلک هڅول شوي چې خپل بچیان زده‌کړو ته ولېږي.

نوموړی زیاتوي، د ژمي موسم په پای ته رسېدو سره به د ټولو ولسوالیو له اوسېدونکیو سره د زده‌کړو په تړاو ځینې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي.

هغه وايي، د عامه پوهاوي له کبله اوس د خوست په ټولو ولسوالیو کې ګڼ‌شمېر نجونو هم زده‌کړو ته مخه کړې او په وینا یې، په راتلونکي ښوونیز کال کې به ډېر شمېر نورې نجونې او هلکان په ښوونځیو کې ونیسي.

د دوه‌منده ولسوالي د کوتخېلو کلي اوسېدونکیو په وینا، دوی داسې مهال تر شل کلنۍ پورې پر ځوانانو زده‌کړې جبري کوي چې ډېری ځوانان یې پر نشه‌يي توکیو روږدي دي او د لږ سواد له امله په سیمه کې د بېلابېلو ستونزو لامل کېږي.  

اړوند مطالب:

خوست کې پر برښنايي سېسټم سمبال ښوونځی جوړ شوی

پکتیاوالو ۵۴ جریبه ځمکه ښوونځیو ته ورکړه

د ښوونکي د نړیوالې ورځې نمانځنه؛ «روزنه لا هم نه‌ده مسلکي شوې»

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام